په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د موسسې په غونډه کې د قزاقستان سفیر د سیمهییزو په ځانګړې توګه د افغانستان د ننګونو د لهمنځه وړلو لپاره د شانګهای همکاریو سازمان رول مهم بللی دی.
یرژان کېسټافین د اسلاملباد د ستراتیژیکو مطالعاتو موسسې په غونډه کې زیاته کړې چې، د شانګهای د همکاریو سازمان ته د ترکیې او افغانستان په څېر هېوادونه د دغه سازمان د نفوذ د لا پراختیا او د ژیوپولیتیکو ننګونو د حل لپاره مهم دي.
یرژان کېسټافین وویل:«زموږ هېواد له سیمهییزو لوبغاړو سره د شانګهای د همکاریو سازمان د تعامل اهمیت درک کوي. د ترکیې او افغانستان په څېرهېوادونو سره د دغه سازمان د خبرو ملګرتیا د هغه د نفوذ د پراختیا لپاره د فرصتونو او پرلا پراخو جیوپولیټیکو ننګونو د غور په توګه لیدل کېږي.»
هغه دغهراز ټینګار کړی چې، هېواد یې د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکو هېوادونو له ګډون ملاتړ کوي. روسیه، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قیرغزستان، تاجیکستان او ازبیکستان د شانګهای د همکاریو سازمان غړي دي. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی سمیعالله احمدزی وايي:«کهچېرې د قزاقستان دغه سیاست همدا ډول دوام وکړي او د شانګهای د غړو د ذهنیت د بدلون لپاره همدا ډول کار وکړي، دا به لېرې نهوي چې، افغانستان د شانګهای سازمان غړیتوب ترلاسه کړي او همدارنګه په سیاسي برخه کې هم لوړ ملاتړ ترلاسه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد بشار هم څرګندوي:«د شانګهای یو له اصلي موخو دا ده، هغوی هڅه کوي چې په سیمه کې له لوېدیځ سره یو انډول پیدا کړي او دغه موخه به هغه وخت تحقق پیدا کړي چې، په دغه سازمان کې ګاونډي هېوادونه مدغم شي.»
تر دې وړاندې اسلامي امارت په سیمهییزو جوړښتونو کې د افغانستان پر حضور ټینګار کړی و.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاته کړې وه چې، افغانستان باید په هر هغه جوړښت کې چې د سیمهییزو مسایلو د بحث په موخه رامنځته کېږي، حضور ولري.
په دې اړه مو اندونه