د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر له وروستیو څرګندونو هرکلي کړی دی.
د دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې، سرپرست حکومت له نړۍ سره د ګډو مسایلو په تړاو په هر اړخیزو او نتیجه لرونکو خبرو اترو ټینګار کوي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ناامنۍ عوامل له منځه تللي او په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فډراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې، د افغانستان حکومت سره یې د لا باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو ملاتړ کړی دی. اسلامي امارت تل ټينګار کړی چې، د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی له ټولو لورو سره پر مشترکو مسایلو جامع او پایله درلودونکې خبرې اترې ولري.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون د ټولیز امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې، د دغه سازمان غړي هېوادونه له سرپرست حکومت سره د لا باثباته او دوامداره خبرو اترو د رامنځته کېدو پلوي دي.
سرګي لاوروف له افغانستانه د ګواښونو د دوام په تړاو د خبرداری په ورکولو سره زیاته کړې وه چې، له «طالبانو» سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو د لا ډېرو بنسټیزو خبرو اړتیا ده.
د سیاسي چارو شنونکی جاوېد مومند وايي:«له یوه هېواد سره نږدېوالی نهشي کولای چې د افغانستان ستونزه حل کړي. تر هغې چې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ یوه عمومي اجماع رامنځته نهشي، نهشي کولای چې، له یوه هېواد سره په تعامل کې وي؛ خو کولای شي چې، خپلې ګټې د سترو ځواکونو په ګټو کې پيدا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو خبرو کې له اسلامي امارت سره تعامل مهم بللی و او په هېواد کې یې پر ټولګډوني حکومت ټينګار کړی و.