Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په ورځو کې د ټرافیکي پېښو په پایله کې ۴۸ تنو ژوند بایللی

د ټرافیک پولیسو د عمومي ریاست طلوع‌نیوز ته وايي چې، په ټول هېواد کې د لوی اختر په ورځو کې د ۹۷ ټرافیکي پېښو له امله ۴۸ تنه مړه شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ریاست عمومي رییس حسیب‌الله مختار طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ ۹۷ پېښې لرو چې د هغې په پایله کې ۱۶۱ تنه پټيان شوي او ۴۸ تنه یې مړه شوي دي.»

خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ټرافيکي پېښو له عمده لاملونو بلل کېږي.

بل خوا یو شمېر هېوادوال په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لامل د بې اسنادو موټرو ډېروالی ګڼي.

دوی له مسوولانو غواړي چې، په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د کمولو لپاره پروګرانونه عملي کړي.

د کابل اوسېدونکي شېرزي وویل:«زه په ښار کې د ورځې دوه تر درې پېښو وینم، دا ټول د دې لپاره دي کله چې خلک پيسې پیدا کوي موټر اخلي او لایسنس هم نه‌لري او حادثه کوي.»

د کابل بل اوسېدونکی صدیق الله هم وايي:«د هغه د کمښت لپاره مسوولان باید معیاري سړکونه جوړ کړي او د هغو موټرو د قاچاق مخه ونیسي چې د افغانستان لاس نه‌دي.»

 تر دې وړاندې د ټرافیک پوليسو عمومي رياست په هېواد کې د ټرافيکي پېښو د مخنيوي په موخه د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی و او زياته کړې یې وه چې، د برېښنايي مديريت طرحه به د هېواد په پنځو لويو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ټرافيکي پېښې په‌کې شوي، پلې شي.
 
شریک یي کړئ