Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا سرپرست حکومت ته ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتونکی شو

اسلامي امارت یو ځل بیا د سرپرست حکومت استازي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارل کېدو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې، د دغې څوکۍ له لارې به پر افغانستان د لګول شویو بندیزنو، کنګل شویو پیسو او د اسلامي امارت پر وړاندې د رامنځته شوې بدبینۍ په څېر ستونزې حل شي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«دا چې تراوسه د افغانستان خلکو ته نه‌ده سپارل شوې دا د افغانستان د خلکو د حق غصب دی، دا د افغانستان د خلکو لپاره مهمه ده او په دغه سازمان کې یې د تعاملاتو، د خپلو ستونزو د ګډون مخه یې نیولې ده.»

ذبیح الله مجاهد زیاتوي اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې غواړي او له هغوی هم غواړي چې، د افغانستان پر وړاندې پلمې جوړې نه‌کړي او په هېواد کې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«موږ له ټولې نړۍ سره د ډپيلوماټيکو او اقتصادي اړیکو غوښتونکي یو او دغه فرصت چې په افغانستان کې رامنخته شوی له امنیته ډاډ او یو واحد حکومت چې څرګند دریځ لري دا فرصت دی چې هېواد له هغه استفاده وکړي.» 

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنوونکي وايي چې، د اسلامي امارت د دغې غوښتنې لپاره اړتیا ده چې، هغوی هم د نړۍ ځينې مشروع غوښتنې ومني.
             
د نړۍوالو چارو شنوونکی سنګر امیرزاده په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اسلامي امارت باید له نړۍ سره د یوه مسوول حکومت په توګه عمل وکړي. لومړی باید د افغانستان ښځې کار ته راستنې شي، دویم د افغانستان نجونې پوهنتون او ښوونځیو ته ستنې شي او د افغانانو ترمنځ باید جدي خبرې اترې او جدي تفاهم پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو درېیو کلونو کې په ملګرو ملتونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان د څوکۍ نه‌سپارل کېدل پر یوې جنجالي موضوع بدل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه