د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست پکتيا ته د خپل سفر پر مهال ويلي، د رسنيو پخوانی قانون له شريعت او د اسلامي امارت له اصولو سره برابر او په خورا کم توپير به ډېر ژر د رسنيو په واک کې ورکړ شي.
خير الله خيرخواه زياتوي په دې قانون کې پر ملي ګټو او خصوصي حريم ساتلو ټينګار شوی خو ځينې بهر مېشتې رسنۍ له دې پولو تېری کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه و ویل: « په هغه قانون کې ډېر بدلون نه دی راغلی تقريبا ډير مفاهم سره ورته دي او په شريعت او هغه اصول چې تاسې ياد کړل سره نږدې دي او له هغو اصولو پرته څوک حق نه لري د چا خصوصي حريم ته داخل شي. لايحه شته انشالله ډير وخت به وانخلي او هغه څه پکې دي چې د ملي ګټې تضمينوي.»
بل پلو پکتيا کې یو شمېر خبريالان بيا وايي که د رسنيو قانون وروستی شي رسنيزې چارې به ورسره منظمې او دې برخه کې شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.
دوی همداراز اطلاعاتو ته پر وخت لاس رسي باندې ټينګار کوي او په خبره يې غير محرم معلومات بايد پر وخت په واک کې ورکړل شي.
خبريال، نور احمد حیران وايي: » د رسنيو لپاره چې کوم قانون جوړ شوی که دا رسنيو ته ژر په واک کې ورکړل شي زموږ چارې به ورسره منظمې او لا ښې پر مخ لاړې شي.»
یو بل خبريال، سعدالدین حکیمي هم و ویل: » د رسنيو قانون چې هر څومره ژر پلی شي د خبريالانو لپاره کار آسانه کوي. مالوماتو ته لاس رسی هم يو مهم چاره ده چې موږ يې بايد پر وخت تر لاسه کړو.»
خبريال، خالد ذهین هم څرګنده کړه: » زموږ غوښتنه دا ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ولايتونو ته په ليکلي او يا شفاهي ډول ووايي هغه مالومات چې محرم نه دي بايد هر خبریال ورته لاس رسی ولري.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همداراز وايي چې د سالمو نيوکو او اصلاح په موخه د خلکو ستونزو او غوښتنو د رسنيز کولو هرکلی کوي.