د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې، د دوحې درېیمه غونډه له نړۍ سره د تعامل لپاره د افغانستان د اوسنیو چارواکو د هڅولو په موخه جوړېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند سټېفن دوجاریک په وینا، په دغې غونډه کې به (د دوحې درېیمې غونډه کې) افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه ډاګیزه کړي.
رویټرز خبري اژانس د ملګروملتونو د ویاند له قوله لیکلي:«د دغې غونډې (د دوحې درېیمې غونډې) موخه د یوه همغږي او منسجم جوړښت له لارې چې د افغانانو په ګټه ده، له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره د واکمنو چارواکو هڅونه ده.»
ورته مهال په دغه غونډه کې د ښځو د استازو او مدني فعالانو د نه حضور په اړه له نیوکو سره سره رویټیر د سټېفن دوجاریک له قوله لیکلي چې، ملګري ملتونه به په ټولو بحثونو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو مسئله روښانه کړي:«د ملګروملتونو له لوري به د بشر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په ټولو بحثونو کې روښانه وي.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار د دغې غونډې د اهمیت په هکله وايي:«کهچېرې په دغو غونډو کې د افغانستان ګټې مطرح وي، استخباراتي او سیاسي تقابل مطرحه نهوي، له شک پرته په هغې کې د دواړو لورو ګټه ده.»
د ښځو د حقونو فعاله عالمتاب رسولي هم څرګندوي:«په درې کلونو کې چې، ډېر وخت دی، هېڅ فعالیت یې نهدی کړی چې مطلوبه پایله ولري او د ښځو په ګټه وي.»
د دوحې دریېمه غونډه د روانې زیږدیز (جون) میاشتې په وروستیو کې جوړېږي او اسلامي امارت هم دغې غونډې ته د سرپرست حکومت په استازولۍ یو پلاوی لېږي؛ خو لا هم روښانه نهده چې، دغه پلاوی به په یاده غونډه کې په کومه کچه ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د دوحې غونډې په تړاو وینا کې ویلي چې، اسلامي امارت په دغې غونډه کې ګډون کوي.
ښاغلي متقي ویلي:«د دوحې غونډه په راتلونکو ورځو کې جوړېږي او د افغانستان اسلامي امارت ته یې هم په رسمي توګه بلنه ورکړې چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي، دا هم په دې دلالت کوي، هغه اهمیت او حیثیت چې، اسلامي امارت یې لري نړۍوال هغه ورځ په ورځ درک کوي.»
د دوحې لومړۍ غونډه د ملګروملتونو د لوی منشي په مشرۍ د تېر کال په مۍ میاشت کې د اسلامي امارت له حضور پرته جوړه شوه او دویمه هغه کې هم اسلامي امارت د دوی د غوښتنو د نهمنلو له امله ګډون ونهکړ.
ټاکل شوې د دوحې دريېمه غونډه کې د ملګروملتونو د سر منشي د مرستیالې روزماري دیکارلو او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د اسلامي امارت له پلاوي او د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره تر کتنې وروسته د جولای په دویمه نېټه له مدني فعالانو او ښځو سره هم وګوري.
تر دې وړاندې رزا اوتونبایوا ویلي و چې، له طالبانو سره تعامل هغوی ته د مشروعیت ورکولو په معنا نهدی.