Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: له نړۍ سره د افغانستان تعامل پرمختګ لرلی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یاد وزارت له کارکوونکو سره په یوې غونډه کې ویلي چې، له نړۍوالو هېوادونو او سازمانونو سره د سرپسرت حکومت تعامل ښه پرمختګ لرلی دی.

ښاغلي متقي بېلابېلو هېوادونو ته د سرپرست حکومت د چارواکو او همدارنګه کابل ته د بېلابېلو بهرنیو چارواکو سفرونه، له نړۍ سره د سرپرست حکومت ډپيلماټیک پرمختګونه بللي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي:«کابل د ډېرو زیاتو بهرنیو مېلمنو کوربه و، د بېلابېلو هېوادونو او لویو سازمانونو پلاوي راغلل، په بېلابېلو برخو کې یې غونډې لرلې، دا ټول د دې څرګندونه کوي چې، افغانستان اوس له نړۍ سره د تعامل په برخه کې ډېر وړاندې تللی دی.»

ښاغلی متقي د خپلې وینا په بله برخه کې له هېواده بهر د اسلامي امارت د مخالفینو په تړاو داسې لیدلوری لری:«نه دننه په هېواد کې او نه له هېواده بهر، داسې کوم تشویش نه‌لیدل کېږي چې، هغه دې دښمنانو ته امید ورکړي، د نظام ستنې ورځ په ورځ ټينګېږي. تر ټولو لویه خبره، د خوشحالۍ خبره، هغه د افغانانو د وحدت خبره ده.»

بل لور ته، یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې، د افغانستان او هېوادونو ترمنځ پرمختګ به د دې لامل شي چې، افغانستان وکړای شي د هغو بېلابېلو ستونزو حل لار پیدا کړي چې، کلونه کلونه ورسره لاس او ګرېوان و.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی محمد سنګر امیرزاده وايي:«اسلامي امارت باید فکر وکړي چې څه ته اړتیا ده چې، باید ترسره شي څو دغه تعامل د رسمیاتو بڼې ته ورسېږي [رسمي شي] فکر کوم چې نړۍ له اسلامي امارته ډېرې مشخصې غوښتنې لري چې، د ښځو او نجونو حقونه یو له هغو غوښتونو دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید ضیا حسیني هم څرګندوي:«په لومړي ګام کې له ګاونډيو هېوادونو سره تعامل وکړي، په دویم ګام کې د اسلامي نړۍ له هېوادونو او په پای کې هم له نړۍ سره.»

دا په داسې حال کې ده چې، اسلامي امارت تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمېت نه‌دی پیژندل شوي؛ خو ځینې هېوادونو له اسلامي امارت سره ښه تعاملات لرلي دي.

شریک یي کړئ