د فاریاب سیمهییز مسوولین او یو شمېر دیني عالمان د دغه ولایت د پوهنې رییس د معرفۍ په مراسمو کې عصري او دیني زده کړې د ټولنې جدي اړتیا بولي.
دوی د پوهنې له نوي رییس غواړي چې په مکتبونو کې متوازن انکشاف او په ښوونځیو کې د زده کړو معیاري کولو په پار هلې ځلې ګړندۍ کړي.
د فاریاب د والي مرستیال، حمیدالله ارشاد و ویل: «زموږ ستاسې ټولنه، عصري علومو ته هم اړتیا لري او دیني علومو ته هم اړتیا لري.»
د فاریاب د علماو شورا رییس، حیات الله حلیم و ویل: «د دې لپاره چې هېواد په پښو ودریږي، اړتیا ده چې عصري علوم هم ترلاسه شي. که موږ د عصري علومو ترڅنګ دیني علوم هم ترلاسه نه کړو نو د هغه اوښ په څېر به یو چې یوه سترګه لري او یوازې یو لوری ویني.»
په همدې حال، د فاریاب د پوهنې رییس ډاډ ورکويو چې د متوازن انکشاف او د پوهنیز بهیر د معیاري کولو په پار به خپلو هڅو ته دوام او همداراز د پوهنې په برخه کې به شته ستونزې هوارې کړي.
د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد په دې اړه و ویل: «موږ هڅه کوو چې لومړی د خپلې پوهنې برخې پر کیفیت کار وکړو، ځکه که څومره هم ښوونځي جوړ کړو، مدرسې زیاتې کړو، تشکیلات زیات کړو او کیفیت نه وي، ټول زحمتونه مو بې مانا کیږي.»
د فاریاب اوسېدونکي د پوهنې له نوي رییس غواړي، چې د پوهنې د ودې او معیاري ښوونځیو جوړولو په برخه کې لا هلې ځلې وکړي.
په دې اړه مو اندونه