له ایرانه را ایستل شوي افغانان وايي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونه له کډوالو پیسې او توکي په زور اخلي.
دوی افغانستان ته د رادننه کېدو پرمهال له ځان سره پیسې نلري او نشي کولای څو خپلو ولایتونو ته د تګ لپاره موټرو کرایه ورکړي.
له ایرانه را ایستل شوي، سیف الرحمن و ویل: « د ایران امنیتي ځواکونو زموږ پیسې او توکي په زور واخیستل. کور ته د ستنېدو په موخه د کرایې لپاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ دفتر ته ورغلم؛ خو هیڅ مرسته راسره ونشوه.»
یو بل را ایستل شوي، جاوید هم و ویل: « ایران کې وم، ایراني ځواکونو د کار له ځایه ونیولم ډېر ظلم یې راسره وکړ او و یې وهلم. اوس چې نیمروز ته راغلم په لاس یې راته ټاپه و وهله خو هیڅ مرسته یې راسره ونکړه، اوس نه پوهیږم څنګه کور ته لاړ شم.»
د بغلان اوسېدونکی جمعه خان قریشي درې میاشتې وړاندې په ناقانونه ډول ایران ته تللی و چې د ایراني ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وروسته د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستون کړل شوی خو وایي، کور ته د تلوو پیسې نه لري.
جمعه خان و ویل: « درې میاشتې وړاندې په غیر قانوني ډول ایران ته تللی وم. ایراني پولیسو ونیولم او د نیمروز ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستون کړای شوم. د لارې په اوږدو کې ایراني پولیسو په بېلابېلو بهانو پیسې راڅخه واخیستې او اوس کور ته د تللو لپاره پیسې نه لرم.»
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وايي، هڅه کوي څو د یو شمېر بهرنیو بنسټونو په مرسته له ایرانه تازه را ایستل شویو کډوالو سره مالي مرسته وکړي.
د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس، عبدالله ریاض په دې اړه زیاته کړه: « د یو شمېر بهرنیو بنسټونو په مرسته مو هڅه کړې څو له ایرانه را ایستل شویو سره مالي مرسته وشي. تېرو دوو میاشتو کې مو ۶۰ کډوالو سره مالي مرستې کړې دي.»
د نیمروز د سیمه ییزو مسوولینو د شمېرو لمخې، وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغان کډوال له ایرانه را ایستل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه