Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانګو ناروغۍ په تېرو دوو اوونیو کې د ۲۰ تنو ژوند اخیستی

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د کانګو ناورغۍ له امله ۲۰ تنو ژوند بایللی دی.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل طلوع‌نیوز ته وايي چې د کانګو ناروغۍ د مۍ میاشتې پرتله زیاته شوې ده او د جون میاشتې له پیل راهیسې ۲۶۵ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي او ۲۰ تنه مړه شوي دي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:«د جون په میاشت کې له موږ سره په ټول هېواد کې له ۲۶۵ په شاوخوا کې مثبت واقعیات دي، دا د دې ښکارونه کوي چې، د مۍ په نسبت، د جون په میاشت کې څلور برابره له موږ سره واقعیات زیات شوي دي. »

ډاکټر مدد خان دانشور هم وايي:«په هغه صورت کې چې موږ له یوه ناروغه پالنه کوو، باید ټول روغتیايي ټکي په پام کې ونیسو او په هغه صورت کې چې څاروی ذبح کوو باید روغتیايي ټکي په پام کې ونیسو، د دې لپاره چې، زموږ ډېری ناروغان یا قصابان دي او یا هم په کور کې یې د کانګو یو ناروغ موجود دی.»

امیر خان چې اوس‌مهال د انتاني روغتون د کانګو په څانګه کې بستر دی، وایي چې د اختر په ورځو کې ناروغ شوی، نوموړی پر دې ناروغۍ د ځان د اخته کېدو او درملنې په تړاو داسې وایي:«په لومړي سر کې راته نس‌ناستی پيدا شوی و، وینه هم ورسره وه، وروسته نس‌ناستی مې ورک شو او د وینې بهیدل هم ودرېدل.»

یو شمېر نور ناروغان او ناروغان لرونکي روغتون ته تر راتګ مخکې د خپل وضعیت په تړاو داسې وایي.

ناروغ لرونکی فیض‌الرحمان وايي:«وراره مې ناروغ شوی، ورور مې په قره باغ ولسوالۍ کې ژوند کوي معاینات او درملنه یې وکړه؛ خو اغېز یې ونه‌کړ.»

د انتاني روغتون ډاکټران هم وايي چې په وروستیو اوونیو کې د کانګو ناروغانو شمېر زیات شوی چې، په وینا یې اوس‌مهال په دغه روغتون کې څلوېښت تنه بستر دي.

ډاکتر احسان‌الله حکیمي څرګنده کړه:«څو ورځې مخکې زموږ په روغتون کې زموږ شمېر ډېر زیاتوالی موندلی و، ځکه هغو ناروغانو چې مراجعه کوله ډېره پاملرنه مو د کانګو ناروغانو ته کړې وه.» 

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په مې میاشت کې ۸۴ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي او ۱۰ تنه یې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه