Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډه کې د ښځو استازو پر نه‌ګډون د کاناډا نړۍوالو چارو ادارې اندېښنه

د کاناډا د نړۍوالو چارو ادارې د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې او افغان مېرمنو د استازو د نه‌ګډون په تړاو غبرګون ښودلی دی.

دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، کاناډا د دوحې په ناسته کې د مدني ټولنې د استازو د نه حضور له امله رضایت نه‌لري.

د کاناډا د نړۍوالو چارو ادارې د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د دوحې د غونډې په بهیر کې د افغان ښځو بشپړ، مساوي او معنا لرونکی ګډون نه یوازې د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا اساسي اصل دی، بلکې د یوه سوله‌ییز، باثباته او ټول‌ګډوني افغانستان د لاسته راوړلو لپاره بنسټیزه موضوع ده. هېڅ یوه موخه چې، افغانان یې په لټه کې دي د ښځو له پوره ونډې پرته نه ترلاسه کېدونکې ده.»

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو د رښتینو استازو حضور مهم بولي.

د ښځو حقونو فعاله عالم تاب امیري وايي:«کله چې د ښځو په هکله پرېکړه کېږي، نو د ښځو استازې باید شتون ولري او یوه اړینه اړتیا ده. هغوی ښځو چې، باید ګډون یې کړی وای او ګډون یې ونه‌کړ، د افسوس ځای دی.»

د ښځو حقونو بله فعاله تفسیر سیاه پوش هم څرګندوي:«نن د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او هره ورځ پر ښځو بندیزونه زیاتېږي، که‌چېرې ښځو ګډون کړی وای، ښه به وه.»

خو ذبیح‌الله مجاهد چې، د دوحې ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي مشري په غاړه لري وايي، د ښځو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع ده او د ستونزو د هوارۍ لپاره يې هڅه کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي:«کورنۍ چارې باید افغانستان ته پرېښودل شي. موږ خپله ستونزه درک کوو او د خلکو غوښتنې هم درک کوو او هڅه کوو چې ورته حل لار پيدا کړو. خو هېوادونه باید له افغانستان سره مثبت تعامل د یوه ملت په توګه تامین کړي چې، د ټولو خلکو په ګټه دی. که‌چېرې خدای مه‌کړه محدودیتونه دوام کوي، لومړنی کس چې زیانمن کېږي خلک او ښځې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جي ۷ هېوادونو په ګډون د نورو هېوادونو استازو او د ښځو د حقونو بنسټونو هم د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنې د استازو او د مېرمنو پر نه‌ګډون اندېښنه ښودلې ده.

شریک یي کړئ