د ۱۴۰۲ لمریز کال د غويي په یوولسمه نېټه او د دوحې دویمه غونډه هم د دغه کال په پای کې د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب په قطر کې جوړه شوه.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش په د دوحې په لومړۍ غونډه کې هڅه وکړه چې، د افغانستان د خلکو ستونزو او اندېښنو د نجونو زدهکړو، د ښځو کار او ټولنه کې د ښځو بنسټیزو حقونو، له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنو او ځینو نورو موضوعګانو په تړاو له هغوی سره خبرې وکړي؛ خو دا ناسته د اسلامي امارت د پلاوي له حضور پرته پای ته ورسېده.
تر دې غونډې مخکې د «فرانس ۲۴ شبکې» د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې، د دوحې ناسته به، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستې رسونې عملیاتو په تړاو جوړه شي.
د فرانس ۲۴ شبکې د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا نړۍوال استازي راټولوي څو د افغانستان پر طالب واکمنو د نفوذ لارې پيدا کړي، ښوونځيو ته د نجونو د تګ او د ښځو د کار د مخنیوي په برخه کې د طالبانو له اقدام سره د ملګرو ملتونو پروګرامونه ټکني شوي دي.»
خو دې ناستې د افغانستان د خلکو ستونزو د حل لپاره هېڅ پایله نهلرله او د دې لړۍ وروستۍ ناسته ونه ګڼل شوه.
د افغانستان د وضعیت او نړۍوالو اندېښنو په تړاو د دوحې دویمه ناسته د ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه له ځانګړې اجنډا سره دوحه کې جوړه شوه چې، لاندې موخې یې تعقیبولې.
- د افغانستان په تړاو مشوره
- په منسجم او ترکیبي بڼه د نړۍوالې ټولنې د ګډون زیاتوالی
- د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل
- د یو بنسټیز، اصولي او رغونکي تعامل لپاره د ځانګړتیاوو پېژندنه
- د اسلامي امارت سیاستونو په تړاو د نړۍوالو اندېښنې
د سیاسي چارو شنونکي معین ګل څمکني د دوحې غونډو په تړاو طلوعنیوز ته ویلي:«په لومړنۍ غونډه کې چې د اسلامي امارت پلاوی هغې ته ونهبلل شو، یو ځانګړی حیثیت لري. په دویمه غونډه کې کله چې، هغوی ته بلنه ورکړل شوه؛ خو د ځينو ملاحظاتو په لړ کې یې ګډون ونهکړ. درېیمه غونډه چې په هغې کې په عملي توګه پلاوي بلل شوي، غونډه جوړه شوه، دا یې توپيرونه دي. په راتلونکو غونډو کې ښايي پر سیاسي او کلتوري مسایل او ډپيلوماټیکو مسایلو ډېر اغېز وکړي.»
که څه هم د اسلامي امارت پلاوی د دوحې دویمې غونډې ته وربلل شوی و؛ خو سرپرست حکومت د خپلو غوښتنو نه منلو له امله په دې ناسته کې له ګډون ډډه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۳۰ مه نېټه ویلي:«حقیقت دا دی چې ما د دوحې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د ځينو شرطونو لیکونه ترلاسه کړل. دغو شرایطو له موږ هغه حق اخیسته چې، پر بنسټ یې موږ د نړۍوالې ټولنې له استازو سره د خبرو په تړاو درلود. د دغو شرایطو له مخې، موږ باید له طالبانو سره داسې چلند کړی وای چې، د هغوی رسمیت پېژندنه انګېرل شوې وای.»
خو هغه پوښټنه چې، تراوسه مطرحه ده، دا ده چې، د افغانستان په تړاو د دې غونډې اهمیت په څه کې دی؟
د سیاسي چارو شنونکي عزیز ستانکزی په ځواب کې وویل:«د دغو غونډو ارزښت د دې لپاره زیات دی، هغو هېوادونو چې، له کلونو کلونو راهیسې پر افغانستان تېری کړی او لاسوهنه یې لرله، سره یوځای شوي او غواړي چې د افغانستان د راتلونکو برخلیک د ټاکلو په تړاو یوه حدي پرېکړه وکړي.»
وبه لیدل شي چې، د افغانستان لپاره د دوحې درېیمې ناستې پایلې به څه وي، ایا دا ناسته به د افغانستان ستونزو د کمېدو او له نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل د پراخېدو لامل شي که نه؟