Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې معلولې نجلۍ نورو معلولو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

هرات کې یوې معلولې نجلۍ لسګونه معلولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه نجلۍ او زده کوونکي یې چې خبرې نشې کولای یو له بل سره په اشاروي ژبه سره په اړیکه کې دي.

رقیه احمدي چې پخپله هم ګونګۍ ده معلولو نجونو او هلکانو ته د قرآن کریم، فارسي ژبې او ریاضي درس ورکوي.

د هغې په ټولګي کې نهه نجونې او هلکان په ورځني ډول زده کړې کوي.

هیڅ یو له دې نجونو او هلکانو خبرې نشي کولای او هغوی له یو بل سره په اشاروي ژبه خبرې کوي.

معلوله، رقیه احمدي وايي: "وړاندې تر دې چې ښوونځي پرانیستي و ډېر خوشحاله وم او درسونه مې ویل خو دامهال خپله زده کوونکو ته درس وایم او په وزګار وخت کې نقاشي او خیاطي کوم."

رقیه احمدي ۲۴ کاله عمر لري او د ښوونځي یوولسم ټولګې کې وه چې له زده کړو محرومه شوه.

هغې د یوې ناروغۍ له امله په دوه کلنۍ کې د اورېدو حس له لاسه ورکړی.

د رقیه احمدي مور، مریضه احمدي و ویل:" پر خپلې لور ویاړم او خوشحاله یم چې فعالیت کوي. هغه نورو ته اړه نه ده او خپله ښوونکې ده او خپل کارونه پرمخ وړي او د معلولینو موسسه کې تدریس کوي."

رقیه احمدي په لومړیو کې ګونګیانو ته په اشاروي ژبه زده کړې ورکوي.

د نوموړې موخه دا ده هغه کسان چې خبرې نشې کولای له ټولنې سره په اشاروي ژبه په اړیکه کې شي.

د هرات جبریل ښارګوټي کې د معلولانو ټولنې مسوول، علي رضا رسولي و ویل:" میرمن احمدي زموږ یو تکړه ښوونکې ده او نږدې پنځه کاله کېږي چې له موږ سره همکاره ده. هغې ډېری زده کوونکو ته اشاروي ژبه ور زده کړې ده."

رقیه احمدي د تدریس ترڅنګ نقاشي هم کوي.

نوموړې له زده کړو تر محرومېدو وروسته د نقاشي او خیاطي حرفې زده کړې دي.

دا نجلۍ هڅه کوي چې نور معلولو نجونو او هلکانو ته هیله وبخښي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه