Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل او واشنګټن د دواړو لورو د بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل په یوې خبري ناسته کې وايي چې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ د دوحې د درېیمې غونډې په لړ کې پر اسلامي امارت فشار راوړی چې، امریکايي وګړي له بنده ازاد کړي.

ښاغلی پټېل په دغې خبري ناسته کې زیاته کړې، دا د امریکا همیشنۍ غوښتنه ده او په هر فرصت کې له قید او شرط پرته په افغانستان کې د بندي امریکايي وکړو پر خلاصون ټینکار کوي.

وډانټ پټېل په دې هکله وویل:«د دغو کتنو پرمهال ځانګړي استازي توماس وېسټ ټینګار وکړ چې، په افغانستان کې بندي امریکایي وګړي دې له شرط پرته او ژر تر ژره خوشې شي او ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې، دا ډول نېونې د رسمیت پېژندنې لپاره د طالبانو د غوښتنې مخه ډب کوي.»

ورته مهال، ذبیح‌الله مجاهد چې، د دوحې ناسته کې يې د اسلامي امارت د پلاوي مشري په غاړه لرله وايي چې، د امریکا له ځانګړي استازي سره يې په دې اړه خبرې کړي او واشنګټن باید د افغانستان شراط ومني.

ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله څرګنده کړه:«هو، ځينې موضوع‌ګانې چې پاتې وې موږ یې په تړاو بحث درلود د هغو دوو امریکايي وګړو موضوع چې، په افغانستان کې بندیان دي هم شامله وه چې، د هغوی د ازادۍ په هکله هم بحث کړی وو. د افغانستان شرطونه هم باید ومنل شي او د هغو شرطونو مطابق موږ هم بندیان لرو چې په امریکا کې په ګوانتانامو بندخونه کې دي. د هغوی په ازادۍ کې موږ باید خپل وګړي ازاد کړو، له هغې پرته لکه څرنګه چې هغوی ته امریکايي وکړي مهم دي موږ ته هم افغانان مهم دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، په افغانستان کې د امریکايي وګړو نیول له کابل سره د واشنګټن د تعامل پر وړاندې خنډ دی.

خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې، په امریکا کې یو شمېر افغانان په ځانګړي ډول په ګوانتانامو زندان کې بندیان دي او باید خوشي شي.

شریک یي کړئ