د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان بیا ځلي یو ځاییدل، د دوحې د درېیمې غونډې د ګډونوالو هېوادونو یوه له مهمو موخو وه.
توماس وېسټ له طلوع نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې چې، د افغانستان پر وړاندې د واشنګټن سیاست د امریکا د ملي ګټو او له افغان ولسه پر ملاتړ راڅرخېږي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وېست ویلي: (د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې پر دوو اصولو ولاړې دي، یو د امریکا ملي ګټې او دویم له افغانانو د ملاتړ لپاره غوره لاره، د لومړۍ موضوع په تړاو، ملي ګټې، موږ د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ پر ډګر بدل نه شي د ملي ګټو په اړه کلک هوډ لرو، په دې اړه موږ د طالبانو د اقداماتو په اړه چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا ته یې ژمنې ورکړې وې په خبرو بوخت یوو.)
ښاغلی ویسټ د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وايي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بیا ادغام د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکو ټولو هېوادونو یو له مهمو اهدافو وو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماست وېسټ ویلي: (یو لامل چې ډير هېوادونه دوحې ته راغلل، دا دی چې موږ د داسې لړۍ د ترسره کېدو په لټه کې یوو چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لامل کیږي، دا باید مهم هدف وي چې موږ یې لرو، خو په دې لاره کې به چې له موږ، له افغانانو او طالبانو سره شته، ډیر مهم ټکي ولري، لکه څنګه کې چې همکارې رینا وویل، د زده کړو، کار او په ټولنه کې د بشپړ ګډون لپاره د نجونو حق به وي، د دغې لارې یوه برخه به د امینتي ژمنو په اړه د کوکنارو د کښت ممنوعیت دوام او د بودجې روڼتیا وي.)
بل لور ته د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان او نړۍ باید د خپلو اوسنیو مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره ملي او نړیوالې ستونزې چې پر وړاندې یې پرتې دي حل کړی.
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر څرګنده کړه: له شک پرته چې ټول هېوادونه، د امریکا په ګډون په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دي، دوی هغه ګټې د مایکونو مخکې نه وړاندې کوي.
د سیاسي چارو شنونکی، سید عبدالمقدم امین وايي: څو مهمې خبرې دي چې تر هغې دغه مسایل نه وي حل شوي او ستونزې هوارې شوې نه وي، له نړۍوالې ټولنې سره به د افغانستان اړیکې و نه رغیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا په ټولنه کې د افغان ښځو درول، له ښځو او اقتصادي ثباټ څخه د نړۍ د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.