Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمران خان: له افغانستان سره د اړیکو رغول زموږ یوه بیړنۍ اړتیا ده

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې، اسلام‌اباد د اسلامي امارت له ملاتړ پرته له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریالی کېدای نه‌شي.

عمران خان په یوه پیغام کې له کابل سره د اړیکو په ښه کولو کې د اسلام اباد پر نه لېوالتیا هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې پاکستان له افغان سرپرست حکومت سره د اړیکو احیا ته بېړنۍ اړتیا لري.

عمران خان په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«تر هغې چې، افغان حکومت همکاري ونه کړي، په دې اوږدمهالې جګړه کې بریا ناشونې ده.
د افغانستان له همکارۍ پرته په دغو عملیاتو کې بریالي کېدای نه‌شئ. بلاول بوټو او د بهرنیو چارو اوسنی وزیر ولې افغانستان ته سفر ونه کړ. له افغانستان سره د اړیکو احیا زموږ بیړنۍ اړتیا ده.»

پاکستانی خبریال طاهرخان وايي:«د عمران خان خبرې سمې دي. که‌چېرې پاکستان نوي عملیات غواړي، د افغان حکومت همکاري او مرسته اړینه ده.» 

که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د پولو د امنیت د ټينګښت او نورو هېوادونو ته د هېواد له خاورې د ګواښ نه‌پښېدو په تړاو ډاډ ورکړی و.
 
سرپرست حکومت ویلي و چې، له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.

د سیاسي او نظامي چارو ځينې شنونکي هم پر دې باور دي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ننګونې باید د تفاهم او خبرو له لارې هوارې شي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې د پاکستان حکومت غواړي پاکستان امن وي، نو خپل مناسبات دې له افغانستان او د افغانستان له خلکو او اسلامي امارت سره ښه کړي. دا چې جګړه وشي ښه به وي چې ټول مسایل د خبرو اترو له لارې حل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی هم څرګندوي:«د تاریخ په اوږدو کې افغانان نه ترهګر وو او وېره اچوونکي. د ترهګرو سمبالونکي او تمویلونکي لوېدیځ دی، انګلیس دی او په سیمه کې پاکستان دی؛ خو ځينې وختونه روسیه هم په سیمه کې د خپلو ګټو په پار له ترهګرو سره همکاري لري.»

تر دې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي و چې، پر افغان خاوره د پوځي عملیاتو په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې د اسلام اباد د ناکامۍ له امله دي.

شریک یي کړئ