Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مخابراتو وزارت: تر دې دمه د بیلابیلو شبکو لس میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د سیمکارټونو د ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه د بېلابېلو مخابراتي شبکو شاوخوا لس میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د دغه وزارت ویاند همداراز د سیمکارتونو د ثبتونې بهیر د لا اسانه کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی وايي: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت توانیدلای چې د بیلابیلو مخابراتي شبکو لس میلیونه هغه سیمکارټونه چې مشترکینو ته ویشل شوي، ثبت او راجستر کړي او بېرته یې مشترکینو ته و ویشي.

بلخوا، که څه هم یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر یو مثبت ګام ګڼي، خو یو ځل بیا د سیم کارتونو د ثبت د استازولیو د شمېر پر زیاتېدو او د دغه بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکی، صمدالله صدیقي وايي: موږ چې هر ځای ته ولاړ شو موږ ته وايي، مرکزي ته ولاړ شئ، هلته ګڼه ګوڼه زیاتوي. سهار وختي به ورته راځې او سهار وختي چې هم راشې تر یوې بجې ستا ستونزه نه حل کیږي.

د کابل یوه بل اوسېدونکي، عبدالباسط و ویل: مخابراتو وزارت باید د خلکو ستونزو ته ورسیږي. په ځانګړې توګه دا خصوصي شرکتونه هم باید دغه بهیر لږ چټک کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي، جمعیت الله هم په دې اړه و ویل: ډېره ښه پرېکړه ده، خو کله چې وزارت دا اقدام کوي نو د هېوادوالو هیله دا ده چې دا نمایندګۍ په کابل ښار کې لا زیاتې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دوه نیم کاله وړاندې مخابراتي شرکتونو ته یوه طرحه استولی وه، چې پر بنسټ یې په کابل او ولایتونو کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر پیل او تر دې مهاله روان دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیونه سیم کارتونه فعال دي.

که څه هم یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر یو مثبت ګام ګڼي، خو د سیم کارتونو د ثبت د استازولیو د شمېر پر زیاتېدو او د دغه بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کوي.

Thumbnail

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د سیمکارټونو د ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه د بېلابېلو مخابراتي شبکو شاوخوا لس میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د دغه وزارت ویاند همداراز د سیمکارتونو د ثبتونې بهیر د لا اسانه کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی وايي: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت توانیدلای چې د بیلابیلو مخابراتي شبکو لس میلیونه هغه سیمکارټونه چې مشترکینو ته ویشل شوي، ثبت او راجستر کړي او بېرته یې مشترکینو ته و ویشي.

بلخوا، که څه هم یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر یو مثبت ګام ګڼي، خو یو ځل بیا د سیم کارتونو د ثبت د استازولیو د شمېر پر زیاتېدو او د دغه بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکی، صمدالله صدیقي وايي: موږ چې هر ځای ته ولاړ شو موږ ته وايي، مرکزي ته ولاړ شئ، هلته ګڼه ګوڼه زیاتوي. سهار وختي به ورته راځې او سهار وختي چې هم راشې تر یوې بجې ستا ستونزه نه حل کیږي.

د کابل یوه بل اوسېدونکي، عبدالباسط و ویل: مخابراتو وزارت باید د خلکو ستونزو ته ورسیږي. په ځانګړې توګه دا خصوصي شرکتونه هم باید دغه بهیر لږ چټک کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي، جمعیت الله هم په دې اړه و ویل: ډېره ښه پرېکړه ده، خو کله چې وزارت دا اقدام کوي نو د هېوادوالو هیله دا ده چې دا نمایندګۍ په کابل ښار کې لا زیاتې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دوه نیم کاله وړاندې مخابراتي شرکتونو ته یوه طرحه استولی وه، چې پر بنسټ یې په کابل او ولایتونو کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر پیل او تر دې مهاله روان دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیونه سیم کارتونه فعال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه