Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې قاطعیت؛ کابل کې څه باندې ۲۰۰ تنه نیول شوي

په هېواد کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په لړ کې د کابل امنیه قومانداني وايي، په تېره یوه میاشت کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او لېږد رالېږد د مخنیوي په موخه له ۱۸۰ ډېر عملیات ترسره شوي دي.

د کابل د قومندانۍ د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ د دغو عملیاتو په پایله کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو تر ۲۰۰ ډېر شکمن کسان نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ طلوع‌نیوز ته وايي:«د کابل امنیه قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د کابل په بېلابېلو برخو کې ۱۸۱ عملیات لرل چې په دغو عملیاتو کې ۲۲۵ تورن نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.»

بلخوا، د نظامي چارو ځيني شنونکي وايي چې، ټول ګاونډي هېوادونه هم باید د نشه‌یي توکو په له‌منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د پوځي چارو شنوونکي صادق شینواري وویل:«که‌چېرې نړۍواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه غواړي چې، د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخه ونیول شي، باید بزګرو ته د بدیل لپاره پر یوه ځانګړي میکانیزم کار وکړي.»

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغان یار هم وايي:«له نشه‌يي توکو سره مبارزه یوه نړۍواله موضوع ده. اوسني حکومت د شریعت له مخې منع کړي؛ خو هغه بنسټونه چې د نشه‌يي توکو د کښت په برخه کې له حاکمیت سره همکاري کوله، ایا د نشه‌يي توکو د کښت بدیل بحث مطرح دی چې ترلاسه کوونکي تر هغو بزګرو چې په تېر کې یې نشه‌يي توکي کرل او نن دغه کښت نه‌کوي، له کومو ستونزو سره مخ دي.»

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي و چې، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې د نشه‌یي توکو د پروسس ۱۲۵۰ لویې او وړې کارخونې له‌منځه وړل شوې دي.

د نظامي چارو ځيني شنونکي وايي چې، ټول ګاونډي هېوادونه هم باید د نشه‌یي توکو په له‌منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه