Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: تعامل او خبرې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ننګونو یوازېنۍ حل لار ده

د پاکستان د خلکو د ګوند رییس او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري په یوې خبري غونډه کې د تعامل او خبرو اترو له لارې، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو او ننګونو پر حل ټینګار کړی دی.

ښاغلي زرداري تېره ورځ په دغې غونډه کې ویلي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ننګونې په اسانۍ د حل وړ دي او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکې دوام یوازېنۍ حل لار ده.

د پاکستان د خلکو ګوند رییس زیاته کړې:«له افغانستان سره اړیکو کې ستونزې په یوه پیاله چای نه‌حل کېږي، مهمه دا ده چې، د ډیپلوماسۍ او دوامداره اړیکو له لارې یې حل کړو، تګ راتګ باید موجود وي، کله چې زه د بهرنیو چارو وزیر وم، نه یوازې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر دلته راغلی و، بلکې د چین بهرنیو چارو وزیر هم و او موږ درې اړخیزه غونډه درلوده، څو د افغانستان په تړاو نړۍوالو مسایلو باندې بحث وکړو، نو له افغانستان سره تعامل او دوامداره اړیکې یوازېنۍ حل لار ده.»

ورته مهال اسلامي امارت وایي چې، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین دغه‌راز وایي چې، د شته ستونزو حل او فصل کول دوه اړخیز تعامل ته اړتیا لري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان د سیمې لپاره د وصل ښه کړۍ ده. موږ غواړو چې له دې په ګټې اخیستنې په هېواد او سیمه کې، بې‌وزلي او بې‌کاري پای ته ورسېږي؛ خو دغه کار دوه اخیز تعامل ته اړتیا لري.»

د افغان کډوالو ایستل او سرحدي نښتې هغه لاملونه دي چې، په څه باندې دوو کلونو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې یې سړې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«هغه مشران چې د اړیکو د ښه‌والي په لټه کې دي، د هغوی نغوذ تر هغې بریده نه‌دی چې د دوه حکومتونو ترمنځ اړیکې جوړې کړي. په پاکستان کې نظامي او استخباراتي برخه ډېر رول لري، که‌چېرې هغوی وغواړي اړیکې ښې‌ کېږي، او که ونه‌غواړي هېڅکله نه‌ښې کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل هم وايي:«پاکستان دې اصلي خبره درک کړي او افغانستان دې د یوه ګاونډي، مسلمان، ازاد او خپلواک هېواد په توګه وپېژني او په خپله تګلاره کې بدلون راولي. په دغه صورت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې به نسبتاً ښې شي.»

زرداري تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پرمختګ او ټیکاو د پاکستان په ګټه ګڼلی و.

بلخوا د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې ویلي چې، اسلام‌اباد د اسلامي امارت له ملاتړ پرته نه‌شي کولای چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریالی شي او اسلام‌اباد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو احیا ته اړتیا لري.
 
شریک یي کړئ