Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهباز شریف: پاکستان له افغان کډوالو «په عزت او درنښت» کوربتوب کړی

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېنشر سره په کتنه کې، له افغان کډوالو د پاکستان کوربتوب ته په نغوتې سره، له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان ټولنیزو، اقتصادي ننګونو او امنیتي ګواښونو ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان حکومت د خبرپاڼې له مخې، فلیپو ګرانډي په دغه لیدنه کې د افغان کډوالو د اساسي اړتیاو په پوره کېدو کې د یاد سازمان له نږدې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«لومړي وزیر ډاډ ورکړ چې، له ګڼو ستونزو سره سره، پاکستان په عزت او درناوي سره د افغان کډوالو کوربه توب کړی، نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې د پاکستان ټولنیزو او اقتصادي ستونزو او امنیتي ګواښونو ته پاملرنه وکړي.»

بل لور ته ښاغلي ګراندي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د با عزته وتلو لپاره د پایداره همکارۍ په اړه، ستاینه وکړه او د افغان کډوالو د با عزته او خوندي وتلو لپاره یې د اوږد مهاله همکاریو او پایداره حل لارو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هکله ویلي:«عالي کمېشنر په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره سره د افغان کډوالو د کوربتوب لپاره د پاکستان له مېلمه پالنې او سخاوت څخه ستاینه وکړه او د افغان کډوالو د با عزته او خوندي وتلو لپاره یې د اوږد مهاله همکاریو او پایداره حل لارو په تړاو بحث او خبرې وکړي.»

ورته مهال د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې، په تېرو ۱۸ ورځو کې څه باندې ۱۸ زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي چې له دې ډلې ۴۵۰۰ یې له پاکستان او ۱۴ زره نور یې له ایرانه را ستانه شوي دي.

د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني څرګندوي:«په تېرو ۱۸ ورځو کې کابو ۱۸ زره او ۶۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي چې نږدې ۴۵۰۰ تنه یې له پاکستانه راغلي او کابو ۱۴ زره نور یې له ایرانه راستانه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان لنډمهالي حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال را ایستلي وو.

ښاغلي ګراندي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د با عزته وتلو لپاره د پایداره همکارۍ په اړه، ستاینه وکړه.

شریک یي کړئ