Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن یوځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي چې په افغانستان زده‌کړو او کار ته د ښځو د لاسرسۍ له حقونو ملاتړ کوي او واشنګټن پر «طالبانو» فشار راوړي چې پر ښځو بندیزونه له‌منځه یوسي.

ښاغلي بلېنکن په واشنګټن کې په یوې غونډه کې همدارنګه ویلي چې، د افغان نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي:«موږ هره ورځ د هغوی له هڅو د ملاتړ لپاره کار کوو، له دولتونو، غیر دولتي سازمانونو، خصوصي برخې، د زده‌کړو د دوام لپاره له افغان نجونو او ښځو سره د مرستې لپاره له پوهنتونونو، د هغوی د مهارتونو، اړیکو او له لېرې لارې د کار رامنځته کېدو لپاره کار کوو، موږ دغه‌راز پر طالبانو نړۍوال فشار ته دوام ورکوو، د هغوی تګلارې چې، ټولو افغانانو ته زیان رسوي را وګرځول شي.»

اسلامي امارت تل ټينګار کړی چې، په افغانستان کې د ټولو ښځو او نجونو حقونه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تامین دي.

بل لور ته د پوهنتونونو ځينې استادان هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیاسي او ټولنیز مشارکت د حق غوښتنه کوي.

د پوهنتون استاد ذکي الله محمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«الله(ج) په قران‌کریم کې د هر کس ازادي تضمین کړې او هر کس ازادي دی، نه‌دي ویلي چې نریا ښځه، یوازې یې ویلي چې، هر انسان ازاد پيدا شوی او دوی په خپله عقیده، د جامو په اغوښتلو کې ازاد دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تازه د ملګروملتونو سازمان استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر نقض نیوکه کړې ده.

امارت اسلامی همواره تاکید کرده است که حقوق زنان و دختران در افغانستان در چارچوب قوانین اسلامی تامین است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه