Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پاکستان کې د افغان کډوالو اقامت یو کال نور وغځېد

د پاکستان دولت کابینې په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو یا پې، او، آر کارټونو موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې، په دغې پرېکړې سره په دغه هېواد کې د پي، او، آر کارټونو لرونکي ۱ اعشاریه ۴۵ میلیونه افغانان کولی شي د یوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې واوسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړل.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې د یو نیم میلیون افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه چې د جون په ۳۰ یې باور پای ته رسېدلی وو یو ځل بیا د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید شول.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې یوه برخه لیکي: (کابینې دغه راز د هغو یو اعشاریه ۴۵ میلیونه افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونو موده چې په تیره میاشت کې پای ته رسېدلې وه، د راتلونکي کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړه.)

د کډوالو د حقونو د برخې فعال، احمد خان طالبي و ویل: افغان کډوالو ته چې په ګڼو برخو کې ستونزې پیدا شوې دي، د زده کړو، کار او اقامت په برخو کې دي، باید د سرپرست حکومت او کوربه حکومت ترمنځ په دې اړه خبرې وشي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنر هم د پاکستان حکومت له دې اقدام څخه ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دمګړۍ باید پر پایداره حل لارو او ملاتړ تمرکز وکړي.

بل لور ته په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان حکومت له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي او زیاتوي سره له دې چې لا یې هم پر وړاندې ځینې ستونزې شته خو د استوګنې کارتونو له تمدیدیدو سره به ډیرې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

په پاکستان کې افغان کډوال، هاشم علیزاده وايي:هغه ستونزې چې موږ یې یادونه کولای شو، اقتصادي ستونزې دي چې ډیری افغان کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. داسې بنسټونه هم نشته چې له دوی بیا ملاتړ وکړي.

په پاکستان کې افغان کډوال، میر حسین ضیايي هم و ویل:  د کډوالو د کارټونو غځولو په حقیقت کې کډوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي، چې لمنځه یې ازاد تګ راتګ دی، خپل نورمال ژوند ته دوام ورکړي. خپل کار و بار ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي او له افغان کډوالو غواړي چې بیرته خپل هېواد ته راستانه شي.

یاد وزارت وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني بیا وايي: په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې ۷۰۲ کورنۍ له ایران څخه راغلي او ۵۳۰ کورنۍ له پاکستانه را اوښتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د پریکړې د ځنډولو خبر ورکړی وو، هغه موضوع چې د پاکستان حکومت له لوري بې بنسټه وبلل شوه.

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې و غځول.

شریک یي کړئ