Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګیله‌من وزیر د جنازې لمونځ د شمالي وزیرستان په اسدخېلو کې ادا شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ د لوړپوړي غړي او شاعر ګیله‌من وزیر د جنازې لمونځ نن (جمعه) د شمالي وزیرستان په اسد‌خېلو کې ادا کړل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له اسلام‌اباده وزیرستان ته د ګیله‌من وزیر د جنازې د لېږد پر مهال خپلو پلویانو ته ویلي چې، د ګیله‌من لار به تعقیب کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي:«جنګ او دښمن مو واضح دی.»

د لوګر اوسېدونکی ګل احمد هم وايي:«زه دا له لوی افغانستان په ځانګړې توګه له پښتنو غواړم چې د وزیر صاحب قاتلان باید پیدا کړي.»

ورته مهال ځينو افغانانو په پلازمېنه او له هېواده بهر په بېلابېلو هېوادونو کې، د ګیله‌من د جنازې غیابي لمونځ ادا کړ.

د کابل اوسېدونکی امارت‌الله طلوع‌نیوز ته وايي:«زه نن راغلی یم د افغانستان د هغه ستر شهید په غایبانه جنازه کې ګډون وکړم چې، د افغانستان د یووالي او د افغانستان د قومونو د یووالي لپاره یې شهادت خپل کړ.» 

په امریکا کې افغان وګړی حزب‌الله خان هم څرګندوي:«موږ په پلان کې لرو چې، د امریکا په پنځو ایالیتونو او په ټول غټو غټو ښارونو کې د ملي شاعر او افغان شهید د جنازې لمونځ وکړو.»

د ګیله‌من وزیر وژل کېدو ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره درلودل او ځينو افغانانو له اسلام‌اباده شمالي وزیرستان ته د نوموړي د جنازې د ولیږدولو ملتیا کوله او د هغه د وژل کېدو په تړاو یې بېلابېل شعارونه ورکول.

خو ګیله‌من وزیر ولې د خلکو په منځ کې محبوبیت درلود؟

د ننګرهار اوسېدونکی صداقت سنګر وايي:«ګیله‌من هغه څوک و چې، تل یې له ملي نوامیسو، له ملي مقدصاتو دفاع کوله او په ډېر جرئت او مېړانې سره یې دا غږ اوچتوه چې، لوی افغانستان یا زندان یا مرګ.» 

د ننګرهار بل اوسېدونکی زاهد زاخېلوال هم څرګندوي:«ده سره ډېر لوی ظلم شوی دی، دا د پاکستان ریاست په ظلم وژلی دی، د افغان خاورې او په افغان ناموس سرکېښود، موږ د ده اتلولي ستایو.»

ګیله‌من وزیر د یکشنبې پر ورځ، په اسلام‌اباد کې د ناپېژانده کسانو په برید کې سخت ټپي شو چې، تر درې ورځنۍ درملنې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه، ورته مهال د پاکستان حکومت پر ګیله‌من وزیر د برید په تړاو تراوسه څه نه‌دي ویلي.

ګیله‌من وزیر د یکشنبې پر ورځ، په اسلام‌اباد کې د ناپېژانده کسانو په برید کې سخت ټپي شو چې، تر درې ورځنۍ درملنې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه