Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د اړیکو پراختیا له پیغام سره" کابل ته د سعودي عربستان د سفیر راستنېدل

د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق‌البقمي تېره ورځ (پنجشنبې) په کابل کې د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حفني سره په کتنه کې د افغانستان او عربستان د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د سعودي عربستان سفیر په دغې کتنه کې په نږدې راتلونکې کې له افغانانو په ځانګړې توګه کډوالو سره د بشردوستانه مرستو خبر ورکړی دی.

درګ په خبرپاڼه کې زیاته کړې:«فیصل بن طلق د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو په تړاو خبرې وکړې او وې ویل سعودي عربستان او افغانستان د دوو مسلمانو او ملګرو هېوادونو په توګه په سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې اوږدې اړیکې لري او هڅه کوي دغه اړیکې په راتلونکي کې هم پراخې او تر پخوا لا پیاوړې کړي، د سعودي عربستان سفیر دغه‌راز وویل هېواد یې تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتونکی دی.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دغې کتنه کې سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو په منځ کې مهم او اغېزناک هېواد ګڼلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله څرګندوي:«له سعودي عربستان سره د ښو اړیکو ټینګښت په دې معنا دی چې، موږ کولای شو چې له ډېریو اسلامي هېوادونو سره د دوستۍ دروازه پرانیزو.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالناصر شفیق وايي:«که‌څه هم سعودي عربستان له لوېدیځ سره په موازي دریځ‌نیونو کې په ځانګړې توګه د امریکا دریځ نیسي، بیا هم د یوه اسلامي هېواد په توګه، د افغانستان له اوسنۍ واکمنۍ سره یې اړیکې مطلوبې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د سعودي عربستان سفیر تر یو نیم کال وروسته افغانستان ته راغلی دی. تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې هېواد ته د سعودي عربستان د سفیر له راتګه خبر ورکړی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه