افغانستان کې د بریټانیا د مرستو پر څار یو کمېشنر، هوګ بیلي وایي بریټانیا باید کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
هوګ بیلي چې مې میاشت کې له کابله لیدنه کړې، وایي، دغه چاره به له افغان ښځو د ملاتړ او افغانستان کې پر بریټانیایي مرستو د څار په برخه کې مرسته وکړي.
ګارډین ورځپاڼې د هوګ بیلي په حواله لیکلي، دا چې افغانستان کې د بریټانیا مرستې ۵۰ سلنه پر ښځو متمرکزې دي، نو په خبره یې، دغه هېواد کې له ډیپلوماټیک حضور پرته اړمنو ته د مرستو له رسېدو ډاډ ترلاسه کېدل امکان نه لري.
دغه راپور کې راغلي: « افغانستان کې د بریټانیا د مرستو پر څار یو کمېشنر، هوګ بیلي ویلي، افغانستان کې نړۍوالې نادولتي موسسې هم د هېوادونو د ډيپلوماټیک حضور پر نشتوالي اندېښمنې دي او دغې چارې یې افغانستان کې فعالیتونه سخت کړي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: « ډېری وخت هغه مرستندویه بنسټونه چې مرستې کوي، اندېښمنې وي، ښه خبره دا ده چې راشي او له حکومت سره په ګډه یوه تګلاره جوړه کړي چې د مرستو په برخه کې د ډونرانو اندېښنې لمنځه لاړې شي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام بیا وایي، روان زېږیزکال کې یې له نهه میلیونه خلکو سره مرستې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافی وایي: « له بده مرغه نړۍوال خوراکي پروګرام داسې وضعیت کې کار کوي چې څه د پاسه ۱۲میلیونه خلک یا د افغانستان څلورمه برخه د لوږې په حالت کې دي، خو د بودیجې د کمښت له امله موږ یوازې کولای شو چې یو میلیون خلکو سره مرسته وکړو او دا دې لامل کیږي چې ۱۱ میلیونه خلک وږي ویده شي.»
د اقتصاد وزارت وايي، هېواد کې د اقتصادي ننګونو د هواري په موخه هڅه کوي څو د سیمه ییزو پروژو کار پیل او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه و ویل:« سیمه ییزې پروژې لکه کاسا زر، ټاپي ته عملي بڼه ورکړو، هڅه کوو هغه پروژې چې د کارموندنې او د لوږې کچې د کمولو او د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لوبوي، پیل شي او د نړۍوال بانک په همکارۍ نیمګړې پروژې هم پیل شي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې هېواد ته څه د پاسه ۳ میلیارده ډالر مرستې راغلي خو دغو مرستو تر دې مهاله د افغانستان اقتصادي ستونزې نه دي حل کړي.