د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د یوناما له مشرې، روز اوتونبایوا سره کتنه کې تر دوحې ناستې وروسته د لازمو ګامونو په پورته کولو ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل وایي، امیرخان متقي او روزا اوتونبایوا تېره ورځ (پنجشنبه) د افغانستان په اړه د دوحې تر درېیمې ناستې وروسته د مالي او بانکي بندیزونو لمنځه
وړلو په برخه کې د پرمختګونو او د نشه یی توکو بدیل کښت په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل زیاته کړه: « دغه کتنه کې سرپرست وزیر هیله وښوده چې د دوحې تر درېیمې ناستې وروسته د بانکي او مالي بندزیزونو لرې کولو او د نشه یي توکو بدیل کښت په برخه کې پرمختګ رامنځته شي.»
دغه کتنه کې روزا اوتونبایوا هم ویلي، د دوحې وروستۍ ناستې د موضوعاتو د څارنې په موخه د سرپرست حکومت له ځینو بنسټونو سره له نږدې کار ته دوام ورکوي.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې دا لیدنې به پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې لخوا د لګول شویو مالي او بانکي بندیزونو لیرې کولو په بهیر کې اغېزمنې تمامې شي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: « دا چې سرچینې پر یوې محدودې جغرافیې متمرکزې نه دي، هېوادونه باید یو له بل سره اقتصادي، سیاسي او سټراټېژیکې اړیکې ولري. او د دغه بهیر لومړی فاز غونډه ده.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مرستیال، عبداللطیف نظري هم د امریکا له لوري پر بانکي بندیزونو د لیرې کېدو ټینګار کوي او وایي، دغو بندیزونو د افغانستان خصوصي سکټور له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال زیاته کړه: « له بده مرغه بانکي بندیزونه د دې لامل شوي چې د افغانستان اقتصاد زیان و ویني او سوداګر ونشي کولای چې د پیسو د لېږد په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي.»
د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان له خصوصي سکټوره د ملاتړ ترڅنګ د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول هغه مهم مسایل و، چې دغه غونډه کې ملګرو ملتونو، اسلامي امارت پلاوي او ګډون کوونکو هیوادونو پرې ټینګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه