اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو په تړاو د نړۍوالې ټولنې د ژمنې پر نهعملي کېدو نیوکه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته ویلي چې، نړۍوالې ټولنې د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو له هغې ډلې له تورنوملړه د سرپرست حکومت د چارواکو د نومونو پر لېرې کولو عمل نهدی کړی.
ښاغلي مجاهد د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له اسلامي امارت سره د تعامل لار خپله کړي او د بندیزونو پر لېرې کولو دې بیاکتنه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«له بده مرغه ځينو هېوادونو په دې برخه کې کوم ګام نهدی اخیستی. ځينې نور هېوادونه چې، په خپلو قوانیونو کې یې زموږ پر ضد ځينې قوانین او جزییات لرل، هغه یې لېرې کړي یا د لېرې کولو په حال کې دي.»
ذبیح الله مجاهد دغهراز وايي چې، د اسلامي امارت پر وړاندې بندیزونه کومه پایله نهلري؛ بلکې د خلکو پر ژوند اغېز کوي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال طلوعنیوز ته وویل:«په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ښه ده چې، ډېر تعامل او د نړۍوالې ټولنې باور، له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولڼې سره ډېر تعامل او همغږی رامنځته شي؛ له هغې پرته د دغه وضعیت دوام زموږ د خلکو په ګټه نهدی.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي وو چې د اسلامي امارت د ۲۴ تنو چارواکو نومونه لا هم د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې په تور نوملړ کې دي.
په دې اړه مو اندونه