د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هېواد کې د څه باندې ۲ زره او ۲۰۰ قومي شخړو له حل کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین محمد علي جان احمد طلوعنیوز ته وايي چې، دغه قومي شخړي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته حل شوي او اسلامي امارت د قومي شخړو حلولو ته ژمن دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین وايي:«تر دې دمه پورې موږ ۲ زره او ۲۲۱ هغه عمده شخړې چې، په هغو کې په لسګونه انسانان وژل شوي دي، په هغو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي، خلک په کې معیوبه شوي او ټپيان شوي دي. دا موږ الحمدالله په دغه درې کلن پلان او پروګرام کې موږ حل کړي دي.»
د ښاغلي احمد په خبره، پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، هېڅ نجلۍ په بدو کې نهده ورکړل شوې او هېچا ته به د دې کار اجازه ورنهکړل شي.
د دغه وزارت مرستیال وايي، د دا ډول کړونو عاملان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.
محمد علي جان احمد زیاتوي:«شیخ صاحب دغه کړې ده چې، له دې وروسته به څوک چا ته ښځې او نجونې په بد کې نهورکوي، دا یوه غیرشرعي مسئله ده.»
بل خوا، د چارو ځينې شنونکي د شخړو حل د هېوادوالو د پیوستون لپاره مهم ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي وايي:«کهچېرې دا ستونزې حل نهشي، بالاخره په سیمه کې یا د وګړو په منځ کې د وحدت د لېرې والي لامل کېږي؛ ځکه چې بېاتفاقي رامنځته کېږي او بېاتفاقي رامنځته کېږي او یووالی له مهځه ځي.»
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې تر ټولو ډېرې شخړې د ختیځ او شمال زونونو په ننګرهار، نورستان، بادغيس او جوزجان ولایتونو کې حل شوې دي.