د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې هېڅوک د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق اجازه نهلري.
نوموړي له مسکراتو او نشهيي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې ویلي چې، د دغه کمېسیون له جوړېدو موخه، د بزګرو لپاره د بدیل کښت پيدا کول او پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«محترم مولوي عبدالکبیر صاحب د مسکراتو او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون د جوړېدو موخه، په هېواد کې د نشهيي توکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزګرانو ته د بدیل کښت موندنه او د روږدو کسانو درملنه بللې ده.»
د ښاغلي فطرت په خبره، په ناسته کې له نشهيي توکو سره د مبارزې معین ویلي، په روان کال کې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړل شوي او د نشهیي توکو ګڼ شمېر کاروباریان نیول شوي دي.
عبدالحق همکار زیاتوي، د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې بریالۍ دي او نړۍوالو هم په دې پرمختګ اعتراف کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي:«محترم مولوي صاحب دغهراز وویل چې، د افغانستان اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې دریځ روښانه دی او په هېواد کې به هېچا ته د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق اجازه ورنهکړل شي.»
په ورته وخت کې یو شمېر بزګران او شنوونکي له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د بدیل معیشت په برابرولو کې له کروندګرو سره همکاري وکړي.
بزګرمحمدالله طلوعنیوز ته وايي:«اوس موږ هېڅ شی نهشي برابرولی، حیران یو چې، موږ کومه خوا ونیسو، ستونزې ډېرې دي موږ له ستونزو سره مخ یو، زموږ دغه غوښتنې دي چې، موږ ته باید دوی یو ترتیب را برابر کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا هم څرګندوي:«زه په اوسني حالاتو کې د نړۍ داسې یو شین چراغ نهوینم چې، هغه دې له افغانستان سره د بدیل کښت لپاره مرسته وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د نورو مسایلو ترڅنګ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او بزګرانو ته د بدیل معیشت په چمتو کولو هم خبرې شوې دي.