Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د ا.ا په رسمیت نه‌پېژندل د افغانانو په حق کې جفا ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د نړۍالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت په رسمیت نه‌پېژندل د افغانانو په حق کې جفا ګڼي.
 
ښاغلی مجاهد طلوع‌نیوز ته وایي چې سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي؛ خو زیاتوي چې یو شمېر هېوادونه غواړي له دې مسئلې په استفادې پر سرپرست حکومت فشار راولي.
             
 د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وویل:«دا چې اعلان نه‌دی شوی او یا په ټوله کې اقدام نه‌دی شوی، ځينې هېوادونه چې، په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده لاهم په هماغه حالت کې پاتې دي او د کینې په یو ډول حالت کې دي. موږ د دې غوښتونکي یو چې ژر تر ژره دغه ستونزه حل شي او هغه هېوادونه چې تراوسه په دې برخه کې اقدام نه‌دی کړی اقدام وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند دغه‌راز د یو شمېر هېوادونو لخوا د سرپرست حکومت د رسمیت نه پېژندلو دلایل منطقي نه‌ګڼي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د هېوادونو دلایل څه دي او اسلامي امارت باید په دې برخه کې کوم ګامونه پورته کړي؟

د سیاسي چارو شنونکی میعن ګل څمنګی په دې هکله وايي:«که‌چېرې موږ وغواړو چې له نورې نړۍ سره وصل شو باید لویه جرګه جوړه کړو چې، په هغې کې د افغانانو او د نړۍوالې ټولنې غوښتنې د میز پر سر کېږدو او بالاخره افغانان پرېکړه وکړي.»

د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب، بین الافغاني خبرې، د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه‌کارېدل او د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق منعه کېدل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې مهمې غوښتې دي چې، د نړۍ د هېوادونو په وینا، دغه غوښتنې تر اوسه په افغانستان کې نه‌دي عملي شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه