د بهرنیو چارو وزارت وايي هڅه کوي چې، په نورو هېوادونو کې ځینې بندي افغانان ازاد کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل زیاتوي چې له دې مخکې هم دغه وزارت له ځينو بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه افغان بندیان ازاد کړي او هغوی یې بېرته هېواد ته لېږدولي دي.
ښاغلی تکل زیاتوي:«د تېرو درې کلونو په لړ کې، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له پاکستان، ایران، ترکیې، اماراتو او ځينو نورو هېوادونو افغان بندیان ازاد کړي او دمګړۍ د دغو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې روانې دي.»
له دې سره هممهاله، کاظم غریبابادي دغهراز د دوه اړخیزې هوکړې له مخې پر شرایطو د برابرو محکومانو د لېږد د چارې پر تعقیبولو ټينګار کړی او یلي یې دي هیلهمن دي چې، سږ کال یوې پایلې ته ورسېږي.
د ایران رسنیو د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو د مرستیال له قوله خبر ورکړی چې، د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.
د دغو رسنیو د راپور په یوه برخه کې راغلي دي:«د شمېرو له مخې په هېواد کې د بهرنیو بندیانو نږدې ۹۵ سلنه افغانان دي چې، د دوه اړخیز هوکړهلیک له مخې پر شرایطو د برابرو محکومانو د لېږد لپاره اړینې چارې د ترسره کېدو په حال کې دي او موږ هیله لرو چې، سږکال یوې پایلې ته ورسېږي.»
حقوقپوه نقیبالله نوري څرګندوي:«اسلامي امارت له ډپيلوماټیکې لارې وکړای شي له ایرانه غوښتنې ولري څو وکړای شي افغانستان ته د دغو بندیانو د لېږد زمینه برابره کړي.»
تر دې مخکې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې ۱۱ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
بلخوا، په ایران کې مېشت یو شمیر کډوال له اسلامي امارته په هیواد کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.
ایران کې افغان کډوال اکبرسلطاني وايي:«داسې کسان هم شته چې، پنځه، شپږ میاشتې په بندخونو کې دي او برخلیک یې معلوم نهدی.»
تر دې وړاندې د ایران قضايي پلاوي د ځینو ستونزو په ځانګړې توګه په ایران کې د افغان بندیانو د مسئلې د حل په موخه کابل ته سفر کړی و.
د عدلیې وزارت مرستیال هم له دغه پلاوي سره په کتنه کې هېواد ته د ایران له زندانونو د کډوالو پر رالېږدولو ټينګار کړی و.