Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین، افغانستان ته له راستنو شویو کډوالو سره مرستې کوي

په  کابل کې د جاپان او چین سفیران د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د خپلو کتنو په لړ کې دا ځل د اقتصاد وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وایي چې د چین سفیر د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونو، د واخان دهلیز د اقتصادي او ټرانزیټي اهمیت او نورو پروژو په تړاو خبرې کړې دي او د جاپان سفیر هم له افغانستان سره د دغه هېواد د لس میلیون ډالرو د مرستې خبره کړې ده.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره وکتل چې په دغه کتنه کې، چین له راستنو شویو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ۱۰۰ میلیونه یانو له استولو خبر او ډاډ ورکړ. له دغو پیسو به سیلاب ځپلو ته هم مرستې ورسیږي.»

بلخوا، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر او د ترکمنستان له سفیر سره په جلا جلا ډول کتلي دي.

د دغه وزارت وياند وايي، په دې کتنه کې له دغو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو پر پراختيا سربېره د ټاپي پروژې د وروستيو پرمختګونو او دغه راز د امو دريا د نفتي حوزې د قشقري بلاک د ستونزو د حل او د لوګر د مس عینک پروژې د کار د پيلېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «په دغه کتنه کې د افغانستان لپاره ټاپي پروژه د افغانستان او د ښکېلو هېوادونو لپاره مهمه وبلل شوه او ډاډ ورکړ شوی چې د دغې پروژې کار به د کانونو وزارت په لومړیتوب کې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې افغانستان یو اقتصاد محوره سیاست لري او له افغانستان سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو اقتصادي همغږي د ټولو هېوادونو په ګټه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه