د اسلامي امارت مشر تېره ورځ (یکشنبې) په کندهار کې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو او د استخباراتو له عمومي رییس کتلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت مشر د امنیت د لا ښه ټینګښت لپاره جګپوړو امنیتي چارواکو ته لارښونې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني او د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق، د اسلامي امارت له مشرتابه سره يې په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«په ناسته کې د امنیتي ارګانونو مسوولانو په خپلو استقامتونو کې د پرمختګونو او اجراتو په اړه د مشرتابه محترم مقام ته توضیحات وړاندې کړل. مشرتابه محترم عالي مقام د یادو ارګانونو د مسوولانو هڅې وستایلې او په بېلابېلو برخو کې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې. د غونډې په جریان کې د امنیتي ارګانونو په اړوندو ستونزو هم بحث وشو چې، مشرتابه د حل په اړه لازمې لارښونې ورکړې.»
ورته مهال، ځينې شنوونکي د امنیتي سکټور مسوولانو او د اسلامي د مشر ترمنځ ګډې ناستې په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرې همغږۍ په رامنځته کېدو او د خلکو د غوښتنو په اورېدو کې اغېزمنې بولي.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک طلوعنیوز ته وايي:«هغوی مجبور او مکلف دي چې، د اسلامي امارت مشر ته ولاړ شي او د خلکو ستونزې له هغه سره شریکې کړي، تر هغې چې، د خلکو غوښتنې واورېدل شي، موږ متحده کېدای نهشو.»
د پوځي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی هم څرګندوي:«د اسلامي امارت مشر باید هره میاشت امنیتي مسوولان او والیان وروغواړي او د اسلامي امارت له مسوولانو سره مخامخ وګوري او ورته لارښونې وکړي چې، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت مشر تر دې مخکې د قول اردو له مسوولانو او د دفاع وزارت د استخباراتو له مرستیال سره لیدلي و او د اسلامي امارت له لیکو يې د نامطلوبه کسانو پر ایستلو هم ټینګار کړی و.