Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار په توپان او ورښت کې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو مړینه

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د تېرې ورځې توپان او ورښتونو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ژوند بایللی دی.

۶۰ کلن معتبر خان چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د شکرالله نومرو کلي اوسېدونکی دی وايي چې، د تېرې ورځې د توپاني بادونو او ورښتونو له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې د کورنۍ ۱۱ غړي مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. 

نوموړی وايي چې، د نوې زېږېدلې لمسۍ د خوښیو پرمهال یې کورنۍ را ټوله شوې وه چې، توپاني بادونو او ورښتونو پرې د کور د خونې چت غورځولی او پر کورنۍ یې د نه هېرېدونکي ویر څپې خورې کړې ده. 
           
معتبر خان د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«لمسۍ مې شوې پيدا شوې وه، د دې د خوشحالۍ لپاره ښینې مې وې، خپلوان مې وو ټول راغلي وو او یو دم دغه حالت راغی او زموږ له کوره ۱۱ جنازې راووتې.»
               
د قربانیانو د کورنۍ له خپلوانو حنیف هم وویل:«یوه کورواله او دوه یې هم ښینې وې او څلور، پنځه یې لمسي وو، او یوه یې مېرمن وه او یوه وراره یې وه چې ۱۱ جنازې کېږي.»

د دې ویرجنې کورنۍ ګاونډیان وايي، د توپان پر مهال یې د پېښې ځای ته ځانونه رسولي چې، یو شمېر کسان تر خاورو لاندې مړه او یو شمېر نور یې په ټپي حالت کې ژغورل شوي وو.
             
د قربانیانو ګاونډي خان عبدالجبارخېل په دې هکله وویل:«کله چې، موږ ورغلو حالت د ویلو نه‌دی موږ یې نه‌شو ویلی؛ خو ډېر بد حالت وو، ۱۱ کسان چې موږ راوایستل دا مړه وو او ۴ تنه ټپیان وو.»
                    
د قربانیانو ګاونډي سمع‌الله هم وايي:«په جنازه کې، د قبرونو په ایستلو کې، له دغو خلکو سره په غم‌شریکۍ کې په مېلمنو کې ټول لاس په نامه ولاړ دي او ټول خدمت ته حاضر دي.»

د دې ویرجنې کورنۍ خپلوان وايي، دغه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده چې، په دې برخه کې د سرپرست حکومت او اړوندو مرستندویه موسسو ځانګړې پاملرنه غواړي. 
        
د قربانیانو له خپلوانو میرزمان څرګندوي:«د شهیدانو او ټپيانو په را ایستلو باندې خلک ستړي شول او دغسې یو قیامت پرې تېر شو، ډېر غریبانه ژوند لري د دوی ټول مال او هر څه یې له لاسه ورکړي دي او اوس بې اسرې ټول پاتې دي، یتیم ماشومان ورته پاتې دي.»
              
د قربانیانو یو بل له خپلوانو نازنین هم وايي:«په را ایستلو، را ایستلو زموږ زړه ستړی شو، او غریبانه ژوند یې وو چې، څه مال او شته وو هغه هم له‌منځه ولاړل کوټې او ځایونه هر څه له‌منځه ولاړل او ماشومانان هم ولاړل.» 

ننګرهار کې د تېرې ورځې ورښتونو او توپاني بادونو له امله ډېری مالي او ځاني زیانونه په سره رود ولسوالۍ او جلال‌اباد ښار کې اوښتي چې، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ فصلونه، سلګونه استوګنیز کورونه او نور عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

۶۰ کلن معتبر خان وايي چې، د تېرې ورځې د توپاني بادونو او ورښتونو له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې د کورنۍ ۱۱ غړي مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه