بغلان کې د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې ۱۷ تنو ژوند بایللی او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت سیمهییز مسوولان وايي دا پېښه د سېشنبې په سهار د خنجان ولسوالۍ په شمالي سالنګ کې رامنځته شوې چې، د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۵۸۰ ډول موټر له سړکه واوښت او په پایله کې یې ۱۲ تنه نارینه، ۲ میرمنې او ۳ ماشومانو ژوند بایللی دی او ددغه مسافر وړونکي بس ۳۹ نورې سپرلۍ ټپیان شوي دي. ددې پېښې د لس تنو ټپيانو وضعیت نازک بلل شوی دی.
د دې پېښې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک بلل شوی دی او د درملنې لپاره د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بغلان د ولایتي روغتون مسوول صدام حسین عرب وویل:«د پېښې له ځایه ۲۹ ټپيان او ۱۷ شهیدان د بغلان ولایتي روغتون ته راوړل شوي دي. د ۳۹ ټپيانو له ډلې د ۱۰ تنو وضعیت یې نازک دی او د روغتیايي پرسونل تر جدي مراقبت لاندې دي.»
ګل الرحمان چې د ننګرهار اوسېدونکی دی په دې پېښه کې یې مېرمن او یو ماشوم یې مړه شوي او په خپله له دوو نورو اولادونه سره یې ټپي شوي دي.
د دې پېښې یو شمېر نور ټپيان وايي دغه مسافر وړونکی بس له کابله د فاریاب په لور روان و چې، د نه پاملرنې او تخنیکي ستونزو له امله له سړکه واوښت.
ټپي شوی ګل الرحمان وايي:«موټر چلوونکي موږ ته وویل چې د موټر بریک خراب دی، موږ له موټره کوز شو او د سهار لمونځ مو ادا کړ او د سهار چای مو وڅکه. کله مو چې بېرته حرکت وکړ موږ یې په همدغه خراب موټر کې کېنولو او حرکت په لړ کې موټر له کنټروله بهر شو.»
د پېښې د یو قرباني خپلوان معروف هم وویل:«کله چې موټر بېبرکه شو، ما وویل چې، د موټر مخ د غره په لور کړه چې، پر موږ څه ونهشي؛ خو چلونکی د سړک په لور ولاړ چې، بالاخره همالته موټر چپه شو.»
دا په داسې حال کې ده چې، کندهار، پروان ولایتونو کې درېیو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې پنځه تنو ژوند بایللی او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
مسوولان د سړکونو خراب والی، د ترافیکي نښو نشته والی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي مقرراتو نه مراعاتول د دغو پېښو اصلي لاملونه ګڼي.