د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او ترهګرو ډلو د شتون په تړاو د لوېدیځ تورونه بېبنسټه ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله زیاتوي:«کله وايي چې، د بشر حقونه دي کله وايي چې د ښځو حقونه دي، کله وايي چې، القاعده او نورې ډلې موجودې دي، دغه قضاوت یا دغه معلومات تاسې له کوم میکانزم له مخې نه کوئ؟ په زرګونو کیلومټرو لېرې یوازې د ځينو خاصو، مغرضو کړیو او د افغانستان د دښمنانو له منابعو نه معلومات ترلاسه کوئ او هغه بیا د مستندو معلومات په نامه خپروئ.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې له دې پرته چې په مشخصه توګه د کوم چا نوم واخلي، زیاتوي چې لاهم ځينې کړۍ هڅه کوي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د امنیت د ټينګښت او له نشهيي توکو سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې پیکه او تتې وښيي.
امیر خان متقي څرګندوي:«دوامداره کوښښ کوي چې، څنګه د اسلامي امارت هغه لاستهراوړنې چې، په تېرو څه کم درېیو کلونو کې حاصلې کړې دي که هغه د امنیت په برخه کې دي، که هغه دې نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې دي، که هغه د لویو لویو پروژو د پېل کولو جاري ساتلو په برخه کې دي. دا ټول کوښښ روان دی چې، دا هر څه تر سیوري لاندې راولي.»
امیرخان متقي دغهراز له اسلامي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ښې ګڼي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«له ټولې نړۍ سره زموږ اړیکې غوړېدلي دي، اقتصادي اړیکې، سیاسي اړیکې، سوداګریزې اړیکې، هغو سره یوه ستونزه هم نشته، هغه هېوادونه چې تراوسه پورې نهدي راوړاندې شوي هغوی ته هم دغه میدان دغه زمینه مساعده ده، د موږ پالیسي دا ده چې، باید ښې اړیکې ورسره ولرو.»
تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت له کارکوونکو سره په یوې غونډه کې ویلي وو چې، له هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو سره د سرپرست حکومت په تعامل کې ښه پرمختګ لرلی دی.
امیرخان متقي په داسې حال کې له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل د ښه کېدو خبره کوي چې، تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه