Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په ۳۴ ولایتونو کې بشپړ حاکمیت لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د لوړو زده‌کړو وزارت او مرکزي پوهنتونونو له رییسانو سره کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله خاوره حاکمیت لري.

د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا، چې دم‌ګړۍ ان یو کلی هم د اوسني حکومت له واکه بهر نه‌دی.

مولوي عبدالکبیر په دغې غونډه کې وویل:«۳۴ ولایتونه ۴۲۱ ولسوالۍ چې رسمي دي په دغو ټولو کې پوره حاکمیت دی، یو کلی هم د دښمن په لاس کې نه‌شته ولسوالي خو پرېږده، او دا مبالغه نه‌ده حقیقت دی.»

د سرپرست حکومت دغه لوړوپوړي چارواکي په دغې غونډه کې همدارنګه ډاډ ورکړی چې، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو سره، افغانستان کې د واک ته د رسېدو لپاره جګړې پای ته رسېدلې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي:«تنظیم جنګي هم نشته، لېسان جنګي هم نشته، قوم جنګي هم نشته د واک لپاره د ښارونو ورانول هم نشته دي، له هغې نه وروسته، الحمدالله موږ په دغو موخو کې سرته رسېدلي یو.»

بل لور ته د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې، اسلامي امارت باید د خپلو اړیکو د ښه‌والي لپاره په خپلو ځینو کورنیو او بهرنیو تګلارو کې بدلونونه راولي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله وايي:«د ځوانانو د کار په هکله دې برېکړه وکړي، د ځوانانو د تېښتې په هکله دې پرېکړه وکړي، همدا ډول کولای شو یو سم او پیاوړی نظام ولرو او نړۍوال هم له شک پرته زموږ ملاتړ کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د پخواني حکومت له ځينو والیانو سره په کتنه کې د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکو د نږدې‌والي په تړاو خبرې کړې دي. 

شریک یي کړئ