Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونه رد کړل

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو د احتمال په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې رد کړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي چې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نشته او اسلامي امارت په دې تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي:«په افغانستان کې بهرنیو ډلو ټپلو ته د فعالیت کولو اجازه نه‌ورکوو په دې اړه اندېښنې سمې نه‌دي. د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه خپلې ژمنې پوره کړې دي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي.»

اوس اوس د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې، د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ترهګریز بریدونه نه‌ترسره کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند متیو مېلر په وینا، له ترهګرۍ سره مبارزه د واشنګټن له کاري لومړیتوبونو څخه ده.

ښاغلي مېلر زیاته کړې:«موږ غواړو طالبان ډاډ ورکړي چې، ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې نه پلانېږي او دې ځایه سرچینه اخلي، دا زموږ لپاره یو لومړیتوب دی او وي به.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی طلو‌ع‌نیوز ته وايي:«موږ شپږ ګاوندیانو لرو چې، پنځه ګاونډیان له دې اړخه هېڅ ډول شکایت نه‌لري، یوازې پاکستان دی چې شکایت لري؛ خو که‌چېرې دغې موضوع‌ ته په ژوره توګه وګورو، هغه موضوع‌ګانې چې د افغانستان وي، غیرواقعي دي.»

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په ځلونو ډاډ ورکړی، هېڅکله اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. 

شریک یي کړئ