د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم کابل کې د ازبیکستان له سفیر، خواجه شادمانوف سرته کتنه کې ویلي، افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه خپل کورني او بهرني مسایل د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په چوکاټ کې مخته وړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند وایي، دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
د ضیاالله هاشمي په خبره، ندا محمد ندیم ازبیکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې د افغانستان همکار هېواد یاد کړ.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند زیاته کړه: « ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې همکاري کوي. وزیر صېب زیاته کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک هېواد په توګه خپلې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې تنظیموي.»
دغه کتنه کې د ازبیکستان سفیر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې څو د ازبیکستان له فرهنګي او عملي مرکزونو د لیدنې په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.
د پوهنتونونو ځینې ښوونکي هم ازبیکستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې همکاري مهمه بولي.
د پوهنتون استاد، نقیب الله نوري و ویل: « ډیپلوماټيکې اړیکې په ځانګړې توګه هغه اړیکې چې علمي او اکاډمیکې وي، دواړو هېوادونو لپاره ښې دي او راتلونکي کې به د هغو زده کړیالانو سره چې غواړي دوست او ګاونډيو هېوادونو ته په بورسیې لاړ شي، مرسته وکړي.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د چین له سفیره هم افغان زده کړیالانو ته د لا زیاتو ښوونیزو بورسیو د برابرولو غوښتنه کړې وه.