Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې پر ۳مې غونډې نیوکو د دغه بهیر د دوام لپاره د م.م لېوالتیا کمه کړې

د امریکا سولې انسټیټیوټ په یوه څېړنه کې ویلي، د افغانستان په اړه د دوحې پر درېیمې غونډې نیوکو د دغه بهیر دوام لپاره د ملګرو ملتونو لېوالتیا کمه کړې ده. 

دغه انسټیټیوټ افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پیاوړتیا او د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو ترمنځ پیاوړې همغږي له اوسني وضعیته د افغانستان د ژغورنې حل لارې یادې کړې دي. 

د امریکا سولې انسټیټیوټ دغه راز ویلي، د دوحې درېیمه غونډه د نړۍوال تعامل لپاره د پياوړې همغږۍ په برخه کې ښه رول لوبولی. 

د دغه انسټیټیوټ په څېړنه کې راغلي: « د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ډیکارلو او د ملګرو ملتونو ځینو نورو مشرانو په عامه توګه ټینګار کړی چې د دوحې غونډه د یوه لوی بهیر یوازې یوه غونډه ده خو په شخصي توګه، د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې دوی د دوحې د غونډې مدیریت کولو او یا هغه پراخه بهیر چې د دغې غونډې د پېښېدل لامل کیږي د دوام واک او وړتیا نه لري. د دوحې درېیمې غونډې په اړه منفي غبرګونونو دغه ډول غونډو د کوربتوب لپاره یوازې د ملګرو ملتونو لېوالتیا کمه کړې ده.» 

د سیاسي چارو شنونکی، ذکي الله محمدي وایي: « غبرګونونه تر ډېر د دغې غونډې د ګډونوالو هېوادونو له لوري و نو دغه ډول غبرګونونه دا بهیر کم رنګه کولی شي.»

خو اسلامي امارت وایي، دوی به شرایطو ته په کتو د افغانستان په اړه د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اړه طلوع‌نیوز ته و ویل: « نو دا په دې پورې اړه لري چې دوی دغه برخه کې څه پرېکړه کوي، بیا هغه وخت ګورو، موږ ته ملي ګټې مهمې دي. که شرایط سم و او د هېواد په ګټه و نو ګډون کوو.»

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د روان زېږیز کال د جون په ۳۰مه او جولای لومړۍ نېټه د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون د قطر په پلازمېنه کې ترسره شو. 

دغه غونډه چې د اقتصادي مسایلو او نشه یي توکو په اړه پکې بحثونه وشول، اسلامي امارت یې ګټوره بولي.

شریک یي کړئ