ایراني ځواکونو هغه افغان کډوال چې د اوسېدنې لنډمهالي اسناد هم لري هېواد ته راستنوي.
ګلبدین د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای ایران کې له ۱۴ کاله ژوند وروسته له دغه هېواده را ایستل شوی دی.
هغه وايي سره له دې چې د بوشهر ولایت کې د لنډمهالې اوسېدنې اسناد یې هم لرل خو د ایراني ځواکونو له لوري له دغه هېواده را وایستل شو.
د ګلبدین په خبره نیمروز ته د راستنولو پرمهال په لار کې ورسره ایراني ځواکونو ناوړه چلن کړی دی.
له ایرانه را ایستل شوی، ګلبدین وايي: «په بوشهر کې، هلته چې ما ۱۴ کاله ژوند کړی و، دغه کارت مې ور وښوده نو راته یې و ویل چې دا کارت موږ ته هیڅ ارزښت نه لري. دا ځل مو ونیولې او بل ځل دې له کورنۍ سره یوځای له پولې اړوو.»
له ایرانه را ایستل شوی، کاظم په دې اړه وايي: «کله چې څوک نیسي، له فشار او فزیکي چلنده پیل کوي او هر کار چې و غواړي کولای یې شي.»
د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغان کډوال له ایرانه را ایستل شوي دي.
د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو رییس، عبدالله ریاض څرګنده کړې: «په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۱۲۰ زره کډوال بېرته هېواد ته راغلي او هره ورځ له دوه نیمو تر درې نیمو زرو افغانان هېواد ته راګرځي او د هغوی ترمنځ که اړمنې کورنۍ وي، د اسلامي امارت او نړۍوالو مرستندویانو له لوري ورته خدمتونه وړاندې کیږي»
په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ مسوولین په دې تړاو خبرو کولو ته حاضر نشول.
د شمېرو پربنسټ په ورځني ډول له ایرانه شاوخوا درې زره افغان کډوالو د نیمروز د میلک پولې له لارې هېواد ته په جبري توګه را ستنېږي.
نیمروز ته را ایستل شوی ځینې دغه افغان کډوال وايي د ولایتي اوسېدنې اسنادو لرلو سربېره له دغه هېواده را وایستل شو.
په دې اړه مو اندونه