د رييس الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا پر چلند نیوکې وکړې.
مولوي عبدالکبیر وايي، د امریکا له بدماشۍ سره سره له نړۍ سره د سرپرست حکومت اړیکې مخ په پراخېدو دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: څلویښت سیاسي استازولۍ لرو، نو څه کم درې کلونو کې سره له دې چې امریکا بدماشي کوي خو په نږدې درې کلونو کې دومره سیاسي استازولۍ د امریکا د مخالفت سربېره، زموږ پر سالم سیاست دلالت کوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي د ځینو هېوادونو استازي چې افغانستان ته راغلي واقعیتونه یې درک کړي او له اسلامي امارت سره یې تعامل کړی.
نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې د اسلامي امارت پلاوي د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې د زیاتو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه: ملګري ملتونه زموږ شرایط مني، موضوعاتو ته یې هلته وخت ورکړ، هلته مختلف ملاقاتونه شوي دي، هغه راپور چې ماته مجاهد صیب راکړی تر اوسه مې ټول مطالعه کړی هم نه دی، ډیر ملاقاتونه شوي دي، له رسمي غونډې ترڅنګ چې د هېوادونو له استازو سره لیده کاته شوي دي.
په ورته مهال د دغې غونډې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارته غواړي چې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د له منځه وړلو لپاره د خلکو بنسټیزو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی، عبدالشکور دادرس وايي: ترڅو چې په افغانستان کې سیسټم، قانون او قلم د ټوپک ځای و نه نیسي، ټوپک یوازې نظامیانو ته و نه سپارل شي، موږ به له ستونزو سره مخ یو.
د پوهنتون استاد، جاوید مومند هم و ویل: زموږ هیله دا ده چې د اسلامي امارت دغه سیاسي چوکاټ چې دی، دا د یوه اساسي قانون په چوکاټ که رامنځته شي. موږ نه غواړو چې هرڅه لنډمهالي وي.
د سیاسي چارو شنونکي، فضل الرحمن اوریا ور زیاته کړه: که موږ خپلې رسنۍ له سیاسي پلوه حمایت کړو، موږ کولای شو بدیل جوړ کړو. هاغه رسنۍ چې زموږ پر وړاندې تبلیغات کوي.
مولوی عبدالکبیر په دې غونډه کې زیاته کړه چې د اسلامي امارت رهبر په ځلونو ټینګار کړی چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي او د افغانانو ترمنځ یوالي لپاره باید لا ډیره هڅه وشي.
نوموړی وایي اسلامي امارت هڅه کوي په هېواد کې د ځوانانو لپاره کاري زمینه برابره کړي خو دا چاره زیات وخت ته اړتیا لري.