Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکایي پوهنتون: افغانستان کې ۶۶سلنه نارینه د ښځو د حقونو تامین غواړي

امریکا کې موندنې ښیي چې افغانستان کې ۶۶ سلنه نارینه د ښځو حقونو تامین غواړي. 

د دغه پوهنتون د څېړنې لمخې ۶۶سلنه نارینه موافق دي چې بشري حقونو په ځانګړې توګه زده کړو، سیاسي ګډون او نورو حقونو ته د ښځو لاسرسی د هېواد د راتلونکي لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو دی چې ۴۵ سلنه دغه خلک د "طالبانو" د حکومت ملاتړې دي.

مسچوسټس امهرست پوهنتون کې د انساني امنیت د ازمایښتون مدیر او د سیاسي علومو ښوونکي، چارلي کارپنټر ویلي: « یوازې د ښځو حقونو ته پاملرنه یو ګام دی، خو سړي هم باید د ښځو او نجونو په استازولۍ عمل وکړي څو په واقعي ډول تغیر رامنځته کړي. د ښځو له بشري حقونو د نارینه و ملاتړ یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د ټولو هېوادونو لپاره مطح دی.»
 
د څلورو اولادونو پلار عبدالله وایي، یوازنۍ لور ته یې ډېرې هیلې دي خو په خبره یې، له زده کړو محرومیت یې ځوروي. 

عبدالله طلوع‌نیوز ته و ویل: « افسوس چې اوس نه پوهیږم چې د دوی راتلونکی به څنګه کیږي، دوی به روښانه راتلونکی ونه لري.»

صدیقه چې له زده کړو محرومه پاتې، خپلو هیلو ته د نه رسېدو په اړه داسې وایي: « ما غوښتل معمله شم او د دې خاورې بچیانو ته خدمت وکړم خو اوس چې طالبان راغلي هیڅ هیله نه لرم.»

د پلازمېنې اوسېدونکي هم د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ټینګار کوي. 

د کابل اوسېدونکي، قند اغا و ویل: « د برابرو حقونو تامین همدې ته وایي چې د نجلۍ او هلک حق له کوم توپیر پرته تامین شي، له امارته هیله لرم څو د ښځو حقونه په پام کې ونیسي.»

اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي و چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په رڼا کې خوندي دي.

شریک یي کړئ