Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په درېیو کلونو کې د کور او ښار جوړونې وزارت مهمې لاس ته راوړنې

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د ښاري پلانونو اصلاح، د سړکونو او په لویو لارو کې د جوماتونو او د نورو ورته پروژو د چارو پیلول په تېرو درېیو کلونو کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو ګڼي.

حمداله نعماني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې همداراز ویلي، د دغه وزارت د ۸۰۰ پروژو چارې په تېر حکومت کې د فساد له امله لا هم په ټپه درېدلې دي.

د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست، حمدالله نعماني  وايي: لویې ستونزې موږ ته په هغو پروژو کې وي چې له تېر څخه نیمګړې پاتې وي، د مثال په توګه له موږ سره د ښوونکو ښارګوټي وو، د کډوالو ښارګوټي وو، نور هم ډير و یانې له موږ سره د ۸۰۰ په شاوخوا کې پروژې دي.

ښاغلی نعماني وایي چې یاد وزارت د تیرو معیارونو له مخې کار کوي خو د ظرفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

نوموړی د نوی کابل په اړه د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وايي چې په دې پروژه کې د شخصي ملکیتونو په اړه کار روان دی.

سرپرست وزیر، حمدالله نعماني و ویل: د نوي کابل په پروژه کې دوه برخې دي؛ یو دا ده چې د دولت ځمکه ده. دولت څه وخت کار پیلوي، او بل د خلکو ځمکې دي. په نوي کابل کې ډیره برخه شخصي ځمکې دي، لکه د ده سبز سیمې د اوسېدونکو ځمکې چې پکې راغلې دي.

حمدالله نعماني په دې مرکه کې دغه راز وایي چې په ۲۹ ولایتونو کې هغو کډوالو ته ځمکې ورکول کیږي چې له نورو هېوادونو را بلل کیږي او دمګړۍ په کندهار ولایت کې د ځمکې ویش روان دی.

د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست زیاته کړه: تقریباً پر ده باندې له تېر کال راهیسې چې کله د امیرالمؤمنین فرمان راغی او د کډوالو دا کار یې یو بورډ ته وسپاره، او عبدالسلام حنفي صاحب یې په سر کې راغی بیا هغوی دولس کمیټې جوړې کړې. یو له هغو کمیټو د دایمي اسکن کمیټه وه چې زموږ تر مسوولیت لاندې وه.

د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست د خپلو څرګندونو په پای کې له هېواده بهر سوداګرو څخه غواړي چې بیرته هېواد ته راشي او په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه