د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږیز کال له اپرېل میاشتې تر جونه ۸۵۸زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستانه، افغانستان ته راګرځېدلي او ۵۳۲زره او ۸۵۴ تنه بیا دغو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دغه سازمان په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي، ۵۶ سلنه دغه افغانان په جبري توګه، ۴۶ سلنه په خپله خوښه او ۳۹ سلنه هم د اقتصادي ستونزو له امله له ایرانه راستانه شوي دي.
دغه راپور کې راغلي: « د روان زېږیز کال له اپرېل میاشتې تر جونه، ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستانه، افغانستان ته راګرځېدلې دي او ۵۳۲ زره او ۸۵۴ تنه هم دغو هېوادونو ته کډوال شوي دي.»
دغه راپور کې راغلي ۷۴ سلنه افغانان بیا په خپله خوښه او ۱۹ سلنه هم د نا امنۍ او ځاني نه خوندیتوب له امله له پاکستانه راستانه شوي دي.
په همدې حال ایران، پاکستان او ترکیې کې ګڼ شمېر افغان کډوال د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت لري.
د کډوالو د حقونو فعال، جمعه خان و ویل: « راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په برخه په برخه کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان رول ډېر حیاتي او بنسټیز دی.»
پاکستان کې افغان کډوال، حاجي نظر هم و ویل: « پاکستان کې افغان کډوال له ډېروستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د دغو ستونزو سره سره هم شپې او ورځې تېروي او د خپل عزت خیال ساتي. پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو بشري حقونو محروم پاتې دي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، دغه شمېرې یې په تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، ابونصر فراهي، انګور اډه او ډنډ پټان بندرونو کې له څه د پاسه ۸۱ زره افغانانو سره تر مرکو وروسته خپرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه