Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستي سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د وروستیو توپانونو او سېلابونو قربانیان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټېفن دوجاریک وایي، د روان زېږیز کاله له پیله تر دې دمه ۱۴۵زره کسان د تېزو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي او په خبره یې، دغو زیانمنو شویو ته د رسېدنې لپاره ډېرې بودیجې ته اړتیا لري.

سټېفن دوجاریک زیاته کړه: « لکه څنګه چې پوهیږئ، افغانستان له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن شوی او یوازې د روان زېږیز کال له پیله تر دې دمه ۱۴۵زره تنه د تېزو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي. اوچا ټینګار کوي چې د سېلابونو زیانمنو شویو د ملاتړ او د هغو کورنیو د خوندیتوب لپاره چې په ازاده فضا او یاهم لنډمهالو پنډغالو کې اوسیږي، نورې بودیجې ته اړتیا لري.»

د هغه په ​​خبره، ننګرهار کې د سختو توپانونو او کونړ، کاپيسا، پنجشير او بدخشان ولايتونو کې د سېلابونو له امله تر ٤٠ ډېر کسان مړه شوي او ٥٧٣ کورونه ويجاړ شوي دي.

سټېفن دوجاریک زیاتوي چې د دغو پیښو له امله اغیزمنې شوې ۷۳۴ کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ویاند و ویل:« زموږ همکاران وایي، ۷۳۴ کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. تورخم چې له پاکستانه راستنېدونکو لپاره د ننوتلو اصلي ځای دی د توپان له امله سخت زیانمن شوی دی.»

ننګرهار کې د دوشنبې ورځې د سختو بادونو او توپانونو یو شمېر زیانمن شوي کسان له مرستندویه بنسټونو او سرپرست حکومته غواړي څو د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. 

زیانمن شوي، فرهاد خان و ویل: « زموږ برښنا باید سمه شي، ځکه دغه پېښه کې په بشپړه توګه لمنځه تللی دی.»

د رسمي شمېرو لمخې، ننګرهار کې د دوشنبې ورځې بادونو، توپانونو او بارانونو له امله ۵۲ تنه مړه شوي او شاوخوا ۳۵۰ تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه