Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا له ایران سره پر پوله د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو ترمنځ امنیت تامین دی او د افغانستان له لوري هغه هېواد ته کوم ګواښ نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې، پر پولو د قاچاق مسئله دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

ښاغلي فطرت ویلي:«له ایران سره پر پوله د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د پولو امنیت ته متوجه دي او له دې اړخه دوی ته کوم امنیتي ګواښ نشته؛ البته د قاچاق موضوع چې، په نړۍواله کچه د هېوادونو ترمنځ یو ګډ ګواښ دی. او په ټولیزه توګه د دغه ګواښ او ښکارندې د له‌منځه وړل یو ناشونی کار ښکاري.»

په دې وروستیو کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون دویم منشي یعقوب رضازاده ادعا کړې چې، د افغانستان او پاکستان پر پولو حاکمیت د دغو هېوادونو په واک کې نه‌دی او د وسلو قاچاق کوونکي له پولو تګ راتګ کوي.

ښاغلی رضازاده دغه‌راز ټینګار کوي چې، د ایران د کورنیو چارو وزارت باید د دغه هېواد د پولو د تړلو لپاره ځانګړی پلان ولري.

یعقوب رضازاده ویلي:«د افغانستان او پاکستان پر پولو حاکمیت د دواړو هېوادونو د حکومتونو په لاس کې نه‌دی او که وي، نو ډېر کمزوری دی او د وسلو قاچاق کوونکو پر پولو تګ راتګ کوي.»

بل خوا د چارو ځیني شنونکي په سرحدونو کې د ښه امنیت د تامین لپاره د سرپرست حکومت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدمتین محمدخېل وايي:«د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې ستونزه نشته. د افغانستان موټر تر مشهده ځي او د مشهد موټر تر هراته راځي. باید هڅه وشي اړیکې ښې شي؛ خو پر پوله د ایران ستونزه له پاکستان سره ده، نه له افغانستان سره.» 

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له افغانستان او پاکستان سره د دغه هېواد د ځینو پولو د تړلو د طرحې د پلي کېدو خبر ورکړی و.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون دویم منشي یعقوب رضازاده ادعا کړې چې، د افغانستان او پاکستان پر پولو حاکمیت د دغو هېوادونو په واک کې نه‌دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه