د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه د چنګاښ ۳۱مه) د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د کانکور ازموینه سږکال د عمومي او دیني مدرسو په دوو برخو کې اخسیتل شوې وه.
د دغې ازموینې اول نمره د ۳۵۹ اعشاریه ۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل اوسېدونکی، اتل خان د محمد عظیم زوی اعلان شو.
اتل خان له حبییې لیسې فارغ دی او د کابل پوهنتون د طبي علومو پونځي ته بریالی شوی دی.
دغه ازموینه کې حامد هاشمي د ۳۵۷ اعشاریه ۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام، شفیع الله نظامي د ۳۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم، ارشاد احمد د ۳۵۷ نمرو په ترلاسه کولو څلورم او صفي الله مهاجر هم ۳۵۵ اعشاریه ۹۲ نمرو سره پنځم مقام خپل کړی دی.
د کانکور څلورو تنو مخکښو زده کړیالانو بیا د کابل طبي پوهنتون او یو یې هم د هرات پوهنتون ته لاره پیداکړې ده.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني وایي، سږکال کانکور ازموینه ۹۷زره او ۱۸۴ تنو ګډون کړی و چې ۴۱زره ۲۹۳ تنه لوړو زده کړو ته، ۲زره او ۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.
د عبدالباقي حقاني په خبره، دغه ازموینه کې ۱۷ زره او ۷۲۱ تنه بې پایلې پاتې، ۲۴ زره او ۳۹ تنه واجد شرایط او ۱۷ او ۷۶۰ تنه یې دویم ظرفیت ته ځانګړي کړي دي.
د ازموینو ملي ادارې د اعلان لمخې، د دبني مدرسو په برخه کې بیا زین الله یوسفي د ۳۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړی دی چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي فقه او قانون پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې د پایلو په اعلان غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم څرګنده کړه چې سږکال د تېر کال پرتله ډېر زده کړیالان بریالي شوي دي.
د هغه په خبره، اوس په پوهنتونونو کې خيالي زده کړیالان نشته چې په خپلو پيسو په زور به یې درس وایه.
ندا محمد ندیم و ویل چې پخوا پوهنتون د زورواکو د زور ښودلو مرکز و او په خبره یې، اوس داسې نه دي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وړاندې د کانکور ازموینې لومړی مقام دوه پرله پسې دوه کاله نجونو ترلاسه کړ خو سږکال هم ورته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.