د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د چین او روسیې له دریځه هرکلی کوي.
نوموړي چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلانېدو په تړاو جوړه شوې غونډه کې وینا کوله زیاته کړه چې، له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل به په سیمه او نړۍ کې د ثبات او امنیت لامل شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل:«د نړۍوالو قضایاو په برخه کې د خپلو ستراټېژیکو همکارو لکه روسیه او چین او نورو دریځ ستایو او باوري یو چې، له افغانستان سره تعامل به سیمه او نړۍ د امن، ثبات او پرمختګ په لور بوځي.»
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کومې ډلې او هېواد د نوم له اخیستو پرته وایي چې، يو شمېر هېوادونه او ډلې هڅه کوي چې، د سرپرست حکومت په تړاو منفي تبليغات او ناسمې څرګندونې وکړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کوي چې، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه:«په سیمه کې به ځینې کړۍ او هېوادونه د ناسمو معلوماتو او یا د خپلو معلوماتو پر اساس غرضي تبلیغات او څرګندونې کوي؛ خو د اسلامي امارت دریځ روښانه دی چې، د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته خطر متوجه نهشي.»
مولوي عبدالکبیر دغهراز زیاتوي چې، سرپرست حکومت هېڅ ډول فرمایش نهمني او ټینګار کوي چې، د فرمایشونو پر ځای باید پر واقعیتونو تمرکز وشي.
نوموړی ټینګارکوي چې، له نړۍ سره د تعامل غوښتنې د اسلامي امارت د کمزورتیا نښه نهده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي:«افغانستان کې د هېچا فرمایش ته سر نهټیټوو، بل که د فرمایشونو او د ناسمو تورونو پر ځای موږ کولای شو چې، پر واقعیتونو تمرکز وکړو.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړيکې ورځ پر ورځ مخ په زياتېدو دي او سرپرست حكومت هڅه كوي چې، له نړۍ سره عادي ډيپلوماټيکې اړیکې ولري.
په دې اړه مو اندونه