Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټرالیا د افغان قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي

اسټرالیا د هغو بې‌ګناه افغان قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي چې، په افغانستان کې د پوځي ځواکونو د ماموریت پر مهال یې وژل شوي دي.
 
د دغه هېواد حکومت د اسټرالیايي ځواکونو لخوا افغان قربانیانو ته د غرامت ورکړې د بڼې له شرحې سره ویلي، دغه غرامت هغو افغانانو ته به ورکړل شي چې، بې‌ګناه وژل شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

د دغه هېواد حکومت همدارنګه زیاته کړې چې، د دغه بهیر د اجرا کېدو لپاره، د اسټرالیا دولت د غرامت د ادعاګانو د څېړنې لپاره یو وکیل ګوماري.

د دغه هېواد په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان د غرامت ورکړې د طرحې جوړېدل د دغو سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې یو مهم ګام دی. حکومت ژمن دی چې، تر ممکنه بریده د بریټن راپور وړاندیزونه پلي کړي چې، د تاوان د جبېره کولو د لارې چارې رامنځته کول په‌کې شامل دي.»

بلخوا ځينې شنونکي وايي چې، اسلامي امارت باید د هغو هېوادونو لخوا چې، په افغانستان کې یې پوځي حضور درلود، د جنګي جنایتونو د قربانیانو د کورنیو ته د رسېدنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید قریب‌الله سادات وايي:«د هغو کسانو حقوق چا چې ژوند بایللی، هغه چا چې خپل لاس او پښې له لاسه ورکړي، دغه ټول حقونه لري، باید حقونه یې په پام کې ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین گل څمکنی هم څرګندوي:«اسټرالیا او انګلستان چې، اوس غواړي افغانستان ته غرامت ورکړي، دا ښه دی چې، د غرامت په ورکړه کې هغوی مجرم وپېژندل شول چې، واقعاً هغوی په افغانستان کې جرمونه کړي دي.»

اسلامي امارت له هغو هېوادونو هم چې، په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي، غواړي چې، د قربانیانو کورنیو ته دې غرامت ورکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«افغانان تېر شل کاله د بېلابېلو هېوادونو د یرغلګرو ځواکونو تر وحشتونو او جنایتونو لاندې وو، ټول هغه هېوادونه چې، د افغانستان په اشغال کې یې برخه لرله، د هغوی ځواکونه په افغانستان کې په بېلابېلو جنګي او بشري جنایتونو کې ښکېل وو. دغه هېوادونه به افغانانو ته د دغو جنایتونو په بدل کې مالي غرامت ادا کړي. د اسټرالیا هېواد چې، اوس یې د خپلو ځينو سرتېرو پر ځينو جنایتونو اعتراف کړی او قربانیانو ته یې د مالي غرامت اداینې خبره کوي، دا یوه ډېره کوچنۍ او وړه برخه ده.»

د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو وړاندیز په ۲۰۲۰ کال کې د یوه استرالیايي قاضي پاول بریرټن لخوا په چمتو شوی راپور کې وشو.

راپور د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو لخوا ترسره شوي هغه جنګي جنایتونه په ډاګه کړي وو چې، په پایله کې یې ۳۹ بې ګناه افغانان وژل شوي وو.
 
شریک یي کړئ